ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې د نښتې پر مهال ١٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ميدان وردګو کې د نښتې پر مهال ١٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Mar 2018 - 18:01
ميدان وردګو کې د نښتې پر مهال ١٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Mar 2018 - 18:01

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٦) : په ميدان وردګو ولايت کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د ملکي وګړو پر يوه کور مرمۍ لګېدلې، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د کب په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه وړمه ورځ د سيد اباد ولسوالۍ په يوسف خېلو سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، وسله والو طالبانو د ملي اردو پر پوستو بريدونه کړي وو، چې د ملي ځواکونو ځوابي بريدونو سره هلته سخته جګړه وشوه.

د نوموړي په وينا، د دې جګړې پر مهال يوه مرمۍ د ملکي وګړو پر يوه کور ولګېده، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

منګل وويل، د سيد اباد قومي مشرانو نن والي سره د ليدنې پر مهال په دې اړه شکايت وکړ او هغه ورته د څېړنو ډاډ ورکړ.

د سيد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حبيب الرحمن پژواک ته وويل، د جګړې پر مهال مرمۍ د سالارو د يوسف خېلو په کلي کې د حاجي خان ګل په کور کې په داسې حال کې لګېدلې، چې هلته د فاتحې مراسم روان وو.

هغه وايي، په دې پېښه کې يوه ماشومه او ماشوم هلک چې عمرونه يې تر څلورو کلونو پورې وو، وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې مېلمنې او د حاجي خان ګل نږيندې شاملې دي، چې څلور سخت ټپيان د کابل ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په ميدان وردګو کې د نښتو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.