ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې اووه کسان وژل شوي

پروان کې اووه کسان وژل شوي

author avatar
3 Mar 2018 - 11:39
پروان کې اووه کسان وژل شوي
author avatar
3 Mar 2018 - 11:39

چاريکار (پژواک، ١٢ کب ٩٦): د پروان ولايت امنيتي سرچينې وايي چې دوه ځوان هلکان د شخصي دښمنيو، يوه اتلس کلنه نجلۍ د خپل ورور او څلور تنه د ترافيکي پېښې له امله وژل شوي دي.

د پروان امنيې قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د مينا په نوم يوه اتلس کلنه نجلۍ د جبل سراج ولسوالۍ په مناره کلي کې د خپل ورور له خوا د تمانچې په ډزو وژل شوې ده.

مموزي زياته کړه چې دغه نجلۍ د جبل سراج د نجونو مکتب د لسم ټولګي زده کوونکې وه چې د خپل ورور نويد له لوري په نا څرګند علت وژل شوې، خو د قاتل د نيولو په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي.

د پروان دغه امنيتي چارواکي وويل، دوه تنکي ځوانان چې د دغه ولايت په مرکز کې د تيلانچي سيمې اوسېدونکي وو او له پخوا يې خپلو کې دښمنې درلوده، نن سهار يو له بل سره د مخامخ کېدو پر مهال له خپل ښکاري ټوپک کار اخيستی او په متقابلو ډزو کې دواړه وژل شوي دي.

هغه وويل چې پوليسو په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.

په ورته وخت کې د پروان امنيې قوماندان هم په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله د څلورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

هغه وويل چې پرون ماښام يو سراچه موټر چې پنځه تنه په کې سپاره وو، له سياه ګرد ولسوالۍ نه چاريکار ښار ته د تګ پر مهال د ګړنديتوب په سبب له سړکه ووت او چپه شو.

د نوموړي په خبره، په دې ترافيکي پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون څلور تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

نوموړي وويل چې ټول وژل شوي نارينه دي.

په ورته وخت کې د پروان ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالقاسم سنګين د دې پخلى وکړ چې د يوې نجلۍ، دوو تنکيو ځوانانو او د ترافيکي پېښې له ساحې نه د څلورو نورو کسانو مړي او يو ټپي روغتون ته ور وړل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.