د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ځانمرګي بريد ښوونځي ته روان ماشوم د ګور مېلمه کړ

ځانمرګي بريد ښوونځي ته روان ماشوم د ګور مېلمه کړ

Mar 03, 2018 - 11:58

کابل(پژواک،۱۲کب۹۶): پرون په کابل کې ځانمرګي بريد  د هغه اووه کلن ماشوم ژوند واخيست چې ښوونځي ته د تګ لپاره يې نوم ليکلی و او په درسي ټولګي کې د ګډون لپاره يې شېبې شمارلې.

د تېرې جمعې په ورځ  سهار ۹بجې د کابل ښار نهمې ناحيې اړوند په قابل بای سيمه کې ځانمرګی بريد تر سره شو چې د کورنيو چارو وزارت په وينا په دې بريد کې يو ماشوم وژل شوی او لږ تر لږه ۲۲ نور ټپيان دي.

په پېښه کې د وژل شوي هلک صفي الله پلار محمد کبير پژواک خبري اژانس ته وويل:" په لرګي پلورنځي کې وم چې يو بوږنونکې غږ مې واورېد، د باندې مې رامنډه کړه، ومي ليدل چې صفي الله ځای پر ځای شهيد شوی او بل زوی مې سخت ټپي دی."

هغه وويل چې ماشومان يې له ده سره د مرستې لپاره د نوموړي هټۍ ته راغلي وو، خو د يوه وحشي بريد قربانيان شول.

د صفي الله مور وويل:" صفي الله او ورور يې سهار وختي د خپل پلار د لرګي پلورلو هټۍ ته تللي وو څو له پلار سره يې د لرګيو په ماتولو کې مرسته وکړي، خو يو ساعت وروسته، کور ته د بېرته را ستنېدو په لاره کې د ځانمرګي بريد له امله ځای پرځای ووژل شو."

هغه چې د خپلو يو شمېر ګاونډيانو او دوستانو  ترمنځ  د خبرو پر مهال په  ژړا شو او زياته يې کړه:" ماشوم مې نوی په ښونځي کې نوم ليکنه کړې وه او هيله يې درلوده چې په راتلونکې کې انجنير شي، شپه او ورځ په دې فکر کې و چې کله به ښوونځي ته ځي. "

د صفي الله مور زياته کړه:" زوی مې د خپل لاس مزدورۍ په پيسو قلم، کتابچه او ان د ښوونځي جامې اخيستې وې، خو ښوونځي ته ونه رسېد او دغه هيله يې ګور ته يووړه."

نوموړې وويل چې بل زوی يې چې ۱۲کلن دی هم په ياد شوي ځانمرګي بريد کې سخت ټپي شوی او اوسمهال په وزير اکبرخان روغتون کې د کوما په حالت کې بستر دی.

هغه وويل چې کورنۍ يې ډېره بې وزله د ه او په يوه کرايي کور کې د ډېرو ستونزو په زغملو سره ژوند کوي.

دغه غمجنې مور د ساړه  اسويلي په ملتيا وويل:" خدای د ې طالبان در په در کړي، څو د هغو بې وزلو خلکو له زړونو څخه خبر شي چې ددوی په بريد کې ورته مرګ ژوبله اوړي."

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد شفيق پژواک  ته وويل چې دا د طالبانو له خوا په ياده شوې سيمه کې اتم بريد دی. د نوموړي په وينا، په دغه سيمه کې د بهرنيانو يو کمپ دی، خو د دا ډول بريدونو ډېری قربانيان ولسي کسان دي.

د سيمې اوسېدوونکي و ايي چې په وروستي بريد کې، د پېښې له ځای څخه تر ۱۰۰مترۍ پورې د خلکو کورونو او موټرو ته سخت زيان اوښتی دی.

د قابل بای سيمې يو بل اوسېدونکي حيات خان وويل چې د ياد شوي بريد له امله دده کور ويجاړ شوی او د کورنۍ اووه غړي يې ټپيان شوي دي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې له يادې سيمې څخه د بهرنيو ځواکونو د کمپ لېږدولو لپاره اقدام وکړي او له هغو کسانو سره دې د مرستې زمينه برابره کړي چې کورنيو يې مالي او ځاني زيانونه ليدلي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement