د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې یو کس خپله مېرمن ټپي کړې او ځان یې وژلی

کندهار کې یو کس خپله مېرمن ټپي کړې او ځان یې وژلی

Mar 03, 2018 - 13:19

کندهار (پژواک، ۱۲ کب ۹۶): په کندهار کې یوه کس پر خپلې مېرمنې ډزې کړې او وروسته یې ځان وژلی دی، خو مېرمن یې ټپي ده.

دا پېښه نن د کندهار د دامان ولسوالۍ په ګومانو کلي کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته دغه پېښه تاييد کړه او ویې ویل د فیض محمد په نوم یوه کس پر خپلې مېرمنې تر ډزو وروسته خپل ځان هم ويشتلی دی.

هغه زیاته کړه، مېرمن ټپي شوې خو خاوند یې وژل شوی دی.

د ده په خبره، د پېښې د څېړنې لپاره د پولیسو یوه ډله ساحې ته تللې خو لومړني معلومات دا دي چې دا پېښه د کورني تاو تریخوالي له امله شوې ده.

دی وايي، ټپي شوې مېرمن د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement