ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د بلخ کړکېچ د دې ولايت په دولتي ادارو منفي سيورى غوړولى

خلک: د بلخ کړکېچ د دې ولايت په دولتي ادارو منفي سيورى غوړولى

author avatar
4 Mar 2018 - 19:07
خلک: د بلخ کړکېچ د دې ولايت په دولتي ادارو منفي سيورى غوړولى
author avatar
4 Mar 2018 - 19:07

مزارشريف (پژواک، ۱۳ کب ۹۶): د بلخ  يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې په دغه ولايت کې د مرکزي حکومت او مستعفي والي عطامحمد نور تر منځ د اړيکو له خرابوالي او سياسي کړکېچ رامنځته کېدو سره د څو دولتي ادارو خدمات بې نظمه شوي دي.

خو د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي دفتر دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او غوښتنه لري، که څوک په دې اړه له کومې ادارې څخه شکايت لري، نو دوی ته دې مراجعه وکړي.

شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ ولايت مقام څخه د عطامحمد نور استعفا منظور کړه او انجنير محمد داود داود يې دغه ولايت ته د نوي والي په توګه وټاکه؛ خو عطامحمد نور د ولسمشر پرېکړه رد کړه او تر اوسه ځان د بلخ برحاله والي ګڼي.

د مرکزي حکومت او د بلخ د سيمه ييزې ادارې تر منځ دغه اوږده او جنجالي کړکېچ د بلخ په دولتي ادارو کې د خدمتونو وړاندې کېدو پر چارو منفي سيورى غوړولی دی.

اوس د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې د رامنځته شوي کړکېچ له پيل سره سم د څو دولتي ادارو خدمات بې نظمه شوي او ځيني دولتي چارواکي د رسمي دندې پر ځای پر شخصي کارونو بوخت دي.

دوی شکايت کوي چې له همدې امله يې ژوند له ستونزو سره مخامخ دی او د معمولي کار د ترسره کېدو لپاره په ورځو ورځو دولتي ادارو ته مراجعه کوي؛ خو کار يې نه کېږي.

محمدالله د مزار شريف اوسېدونکی دی او د بلخ ولايت په عدليې رياست کې حقوقي قضيه تعقيبوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغلته د مسوولينو د غيرحاضرۍ له امله يې د نيم ساعت کار په ورځو ورځو ځنډېدلی دی. دغه ډول ستونزې د خلکو او حکومت تر منځ د بې باورۍ رامنځته کېدو سبب ګرځي.

محمد الله وويل: ((هېڅوک د مسووليت احساس نه کوي، له مشره نيولې تر کشره ټول يواځې خپل وخت تېروي او دې ته منتظر دي، چې څه وخت به مياشت پوره شي چې دوی معاش واخلي. زمونږ معمولي کارونه په ورځو  ورځو ځنډېږي، کله مسوولين غير حاضر وي او کله نورې پلمې راته کوي)).

نوموړي زياته کړه، په دې تړاو يې د بلخ ولايتي شورا ځينو  وکيلانو ته هم شکايت کړی؛ خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د بلخ مدني فعال عبدالصبور نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، د عطامحمد نور او حکومت تر منځ د کړکېچ رامنځته کېدو له امله مزار شريف کې وضعيت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.

هغه زياته کړه چې يو شمېر دولتي چارواکي په شخصي کارونو بوخت دي، د قدرت نمايۍ په خاطر له خلکو سره ليدنې کوي  او خپل اصلي مسووليتونه ترې هېر وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.