ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​لاريون کوونکو د کابل-کندهار لار په دويمه ورځ هم تړلې

​لاريون کوونکو د کابل-کندهار لار په دويمه ورځ هم تړلې

author avatar
4 Mar 2018 - 14:39
​لاريون کوونکو د کابل-کندهار لار په دويمه ورځ هم تړلې
author avatar
4 Mar 2018 - 14:39

کابل(پژواک،١٣کب٩٦): د غزني د قره باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د خپلو وژل شوو کسانو په غبرګون کې د دويمې ورځې لپاره هم د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې چې له امله يې دواړه لوريو ته سلګونه موټر او کسان بند پاتې دي.

دغه اعتراض وروسته تر هغه پيل شو چې وړمه شپه يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد کړى و چې په ترڅ کې يې د يو ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي وو، دوه ښځې ټپيانې وې او دوه تنه نور يې له ځان سره بيولي دي.

د همدې پېښې په غبرګون کې د قره باغ سلګونو اوسېدونکو په قره باغ ولسوالۍ او د غزني په ښار کې له پرون راهيسې د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

د اعتراض کوونکو له ډلې څخه نقيب الله خاکسار د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغه چې قاتلين نه وي نيول شوي، دغه لار به د ترافيکو پرمخ تړلې وي.

هغه زياته کړه: (( تر اوسه والي نه دى راغلى له موږ سره يې خبرې نه دي کړي نو دا مشکل به څنګه حل شي او موږ خو والي ته نه ورځو.))

دغه راز بل اعتراض کوونکي امين الله پژواک ته وويل چې له يو نيم کال راهيسې د شېراباد او نېختې سيمې د اوسېدونکو ترمنځ د اوبو پر سر لانجه روانه ده.

هغه وايي: (( والي بې کفايته دى، که په دغه موده کې يې دغه مشکل حل کړى واى نه خلک وژل کېدل او نه به هم لاره بنده وه.))

د غزني د والي وياند عارف نوري، پژواک ته وويل، کومو کسانو چې دا جرم کړى، هغوى به ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

 خو بل لورته د کابل-کندهار د لويې لارې د تړل کېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دې لارې يو تن موټر چلوونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې تېره ورځ غرمه مهال غزني ښار ته رسېدلى، خو تر اوسه لاره بنده ده.

هغه وايي: (( اعتراض کوونکي بايد لاره خلاصه کړي، دوى خلکو ته مشکل جوړ کړى، حکومت دې له ګريوانه ونيسي چې مشکل يې حل کړي.))

دغه راز ددې لارې يو تن مسافر احمدالله پژواک ته وويل: (( زه له کندهار نه کابل ته راون يم، ناروغ راسره دى، خو لاره بنده ده، څنګه وکړو په غټ مشکل کې بند يو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.