د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: د بلخ کړکېچ د دې ولايت په دولتي ادارو منفي سيورى غوړولى

خلک: د بلخ کړکېچ د دې ولايت په دولتي ادارو منفي سيورى غوړولى

Mar 04, 2018 - 19:07

مزارشريف (پژواک، ۱۳ کب ۹۶): د بلخ  يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې په دغه ولايت کې د مرکزي حکومت او مستعفي والي عطامحمد نور تر منځ د اړيکو له خرابوالي او سياسي کړکېچ رامنځته کېدو سره د څو دولتي ادارو خدمات بې نظمه شوي دي.

خو د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي دفتر دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او غوښتنه لري، که څوک په دې اړه له کومې ادارې څخه شکايت لري، نو دوی ته دې مراجعه وکړي.

شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ ولايت مقام څخه د عطامحمد نور استعفا منظور کړه او انجنير محمد داود داود يې دغه ولايت ته د نوي والي په توګه وټاکه؛ خو عطامحمد نور د ولسمشر پرېکړه رد کړه او تر اوسه ځان د بلخ برحاله والي ګڼي.

د مرکزي حکومت او د بلخ د سيمه ييزې ادارې تر منځ دغه اوږده او جنجالي کړکېچ د بلخ په دولتي ادارو کې د خدمتونو وړاندې کېدو پر چارو منفي سيورى غوړولی دی.

اوس د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې د رامنځته شوي کړکېچ له پيل سره سم د څو دولتي ادارو خدمات بې نظمه شوي او ځيني دولتي چارواکي د رسمي دندې پر ځای پر شخصي کارونو بوخت دي.

دوی شکايت کوي چې له همدې امله يې ژوند له ستونزو سره مخامخ دی او د معمولي کار د ترسره کېدو لپاره په ورځو ورځو دولتي ادارو ته مراجعه کوي؛ خو کار يې نه کېږي.

محمدالله د مزار شريف اوسېدونکی دی او د بلخ ولايت په عدليې رياست کې حقوقي قضيه تعقيبوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغلته د مسوولينو د غيرحاضرۍ له امله يې د نيم ساعت کار په ورځو ورځو ځنډېدلی دی. دغه ډول ستونزې د خلکو او حکومت تر منځ د بې باورۍ رامنځته کېدو سبب ګرځي.

محمد الله وويل: ((هېڅوک د مسووليت احساس نه کوي، له مشره نيولې تر کشره ټول يواځې خپل وخت تېروي او دې ته منتظر دي، چې څه وخت به مياشت پوره شي چې دوی معاش واخلي. زمونږ معمولي کارونه په ورځو  ورځو ځنډېږي، کله مسوولين غير حاضر وي او کله نورې پلمې راته کوي)).

نوموړي زياته کړه، په دې تړاو يې د بلخ ولايتي شورا ځينو  وکيلانو ته هم شکايت کړی؛ خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د بلخ مدني فعال عبدالصبور نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، د عطامحمد نور او حکومت تر منځ د کړکېچ رامنځته کېدو له امله مزار شريف کې وضعيت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.

هغه زياته کړه چې يو شمېر دولتي چارواکي په شخصي کارونو بوخت دي، د قدرت نمايۍ په خاطر له خلکو سره ليدنې کوي  او خپل اصلي مسووليتونه ترې هېر وي.

نوموړی له مرکزي حکومت څخه هم غواړي چې د بلخ کړکېچ د هواري لپاره بېړه وکړي، تر څو د خلکو ستونزې راکمې شي.

د بلخ ولايتي شورا هم د خلکو دغه ستونزې تاييدوي او زياتوي، دوی هڅې پيل کړي چې دغه مشکلات راکم کړي.

د ولايتي شورا رئيس ډاکټر محمد افضل  حديد پژواک ته وويل، د عطامحمد نور د ګوښه کېدو په لومړيو ورځو کې خلک ډېر په  تشويش کې وو، خو اوس حالت يو څه عادي شوی دی.

نوموړي زياته کړه، ځيني ادعاوې دوی ته هم رسېدلي چې خلک د څو دولتي ادارو له مسولينو څخه شکايت کوي او هغوی په ناغېړۍ تورنوي.

هغه وويل: ((موږ هڅه کوو چې لومړی هغو مسوولينو ته چې په دولتي دندو کې غفلت کوي، مشوره او خبرداری ورکړو؛ خو که بيا هم دوی اصلاح نه شول، نو له قانوني لارو کار اخلو، تر څو ستونزه حل شي)).

له دې سره د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي دفتر بيا د خلکو دغه ادعاوې نه مني او وايي چې په دغه ولايت کې ټول دولتي خدمات په عادي ډول روان دي.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه دوی ته په دې تړاو هېڅ ډول شکايت نه دی راغلی.

هغه زياته کړه چې هر څوک که په دې اړه له کوم دولتي مامور او يا ادارې څخه شکايت لري؛ نو دوی ته دې مراجعه وکړي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا په داسې حال کې د مزار شريف له کړکېچن وضعيت څخه شکايت کوي، چې دوه ورځې وړاندې د بلخ مستعفي والي عطامحمد نور د دغه ولايت له څو تنو مهمو امنيتي او ملکي چارواکو سره ناسته درلوده او هغوي ته يې سپارښتنه کړې، چې د مزار شريف د روان ناسم وضعيت د ښه کېدو لپاره لاس په کار شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement