ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د عملياتو پرمهال د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

خوست کې د عملياتو پرمهال د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

author avatar
4 Mar 2018 - 12:37
خوست کې د عملياتو پرمهال د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
author avatar
4 Mar 2018 - 12:37

خوست ښار (پژواک، ١٣ کب ٩٦) : په خوست ولايت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د خوست سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالحنان ځدراڼ د کب په ١٣مه، پژواک  خبري اژانس ته وويل چې د کمپاين په نامه د ځانګړو ځواکونو له خوا دا عمليات تېره شپه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په زېړي کلي کې ترسره شوي دي.

خو هغه په دغو عملياتو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي عادل پژواک اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې دوه وروڼه او د هغوى مېرمنې شاملې دي.

دى وايي،وژل شوي کسان ملکي وګړي وو او له هېچا سره يې تړاو نه درلود.

د عادل په وينا، د سيمې اوسېدونکو اوس د احتجاج په توګه ياد جسدونه د ولايت مقام پر لوري روان کړي دي.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ سلګونو خلکو د يوه لاريون په ترڅ کې، چې سپين بيراغونه او کوتک ورسره وو، له دولت نه وغوښتل چې دا پېښه دې په جدي ډول وڅېړي.

دوی د خوست- کابل لويه لاره د سهار له نهه بجو څخه د ماسپېښين تر دوه نيمو بجو پورې هم د ترافيکو پرمخ تړلې وه، دغه راز ځينې شخصي موټر يې هم په کاڼو ويشتلي او له پوليسو سره په اخ و ډب کې يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.