ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روداتو ولسوالۍ کې د ښارګوټو په نوم ځمکې غصب کېږي

روداتو ولسوالۍ کې د ښارګوټو په نوم ځمکې غصب کېږي

author avatar
4 Mar 2018 - 17:04
روداتو ولسوالۍ کې د ښارګوټو په نوم ځمکې غصب کېږي
author avatar
4 Mar 2018 - 17:04

جلال اباد (پژواک ۱۳ کب ۹۶): د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ولسوالۍ ډېرې دښتې يې د ښارګوټو په نوم د غصب ښکار شوي،ولايتي او مرکزي ادارې دې يې مخنيوی وکړي.

دوی وايي، د غازي امان الله خان او پوليسو لوی ښارګوټي، صنعتي پارک او ځينې نور واړه ښارګوټي په روداتو ولسوالۍ کې جوړ شوي او اوس يې ترڅنګ په همدغو نومونو غصب هم روان دی چې ولايتي اداره يې بايد مخه ونيسي.

د روداتو ولسوالۍ قومي مشرانو، ځوانانو او ځايي اوسېدونکو د کب په ۱۳مه حصارشاهي سيمه کې د يوې لويې غونډې پرمهال دا خبرې وکړې.

د غونډې برخه والو دغه راز ولسوال د ځمکو د غصب مخنيوي کې په پاتې راتلو تورن کړ او ټينګار يې درلود چې ياد ولسوال دې يا له دندې ګوښه شي او يا دې هم له دې ولسوالۍ بدل شي.

د غونډې د رهبري کوونکو له ډلې ملک نجيب الله وويل، پخوا د دغې ولسوالۍ خلک په خپلو کې بې اتفاقه وو او ټوله ځمکه يې په يوه او بل نوم د دولت له خوا وېشل شوې او لا هم د ښارګوټو په نوم د ځمکو غصب روان دی.

خو هغه وايي، اوس د ټولو کليو اوسېدونکو اتفاق کړی چې د خپلې ولسوالۍ خاوره غصب ته نه پرېږدي او په دغه برخه کې هر ډول اقدام کولو ته چمتو دي.

دغه راز قومي مشر ملک لطف الرحمن وويل، د دوی په ولسوالۍ کې ډېر خلک داسې شته، چې کورونه او ځمکې نه لري؛ خو د دوی دښتې په نورو خلکو وېشل شوې دي.

دی وايي، تر دې وروسته هېچاته اجازه نه ورکوي او لومړيتوب به يې د خپلې ولسوالۍ اړمنو خلکو ته د ځمکو ورکړه وي.

د ملک اسد الله په نوم يو بل قومي مشر وويل، که يې ولايتي اداره د ځمکو د غصب مخنيوي، دوی ته د ځمکو د ورکړې او د ولسوال د لرې کولو په برخه کې غوښتنې ونه مني؛ نو دوی به په اعتراضونو لاس پورې کړي.

د غونډې ګډونوالو په پای کې پرېکړه ليک هم صادر کړ چې له ولايتي ادارې په کې د غصب مخنيوي، ولسوال ګوښه کېدو او نورو ستونزو د حل غوښتنې شوې وې.

بلخوا د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار وايي، ياد قومي مشران د خپلو شخصي ګټو په خاطر دا خبره کوي او هڅه کوي چې ځان ته په دغو سيمو کې ځمکې غصب کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که قومي مشران هره ادعا لري، نو له ثبوت سره دې دوی ته عارض شي او يا دې هم ولايتي ادارې ته لاړ شي چې په اړه يې قانوني اقدام وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.