شبرغان(پژواک، ١٣ کب ٩٦): د جوزجان چارواکي وايي چې ددغه ولايت درزاب ولسوالۍ کې په يوه هوايي بريد کې لږ تر لږه د دوو ازبکستاني وګړو په ګډون ١٣داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جوزجان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل چې تېره شپه شاوخوا ٢ بجې ناټو ځواکونو د درزاب ولسوالۍ په چګانه کلي کې د داعش وسله والو پر يوه مرکز هوايي بريدونه کړي دي.
هغه په ډاګه کړه چې په دغه بريد کې د داعشيانو د راټولېدنې مرکز ويجاړ شوى او په ترڅ کې يې ددې ډلې ١٣ تنه وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي .
چګانه کلى د درزاب ولسوالۍ د مرکز په شپېته کيلومترۍ کې موقعيت لري، دغه کلى ددې ولسوالۍ له شمالي کليو څخه دى چې داعشيان پر امنيتي ځواکونو خپل ډېر بريدونه له همدې برخې پلانوي.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وويل چې هوايي ځواکونو نن سهار په درزاب ولسوالۍ کې مېشتو امنيتي ځواکونو ته د تجهيز لپاره پوځي مهمات او تازه سرتېري لېږدولي دي.
دا بريدونه داسې مهال کېږي چې له يوې اوونۍ راهيسې په دې ولسوالۍ کې د داعشيانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.
د درزاب ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد اسماعيل وويل چې نن د ولسوالى شاوخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو او داعشيانو تر منځ جګړه بنده وه.
نوموړي د هوايي ځواکونو بريدونه د داعش د فعاليتونو د کنټرول لپاره اغېزمن وبلل او ويې ويل چې د داعشيانو پر مرکزونو دا ډول بريدونه دې په مخامخ جګړه کې هم دوام ولري.
اسماعيل زياته کړه:(( د تېرې شپې هوايي بريد کې د داعش دوه ډلمشران وژل شوي چې داعشيانو يې هويت پټ کړى دى.))
نوموړي زياته کړه چې د داعش د ١٣ کسيزې ډلې وژل کېدو ددغې ډلې د غړو پر جنګي مورال زيات اغېز کړى او له امله يې نن د امنيتي ځواکونو پر وړاندې خوځښتونه نه درلودل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن