ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

بغلان کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

author avatar
5 Mar 2018 - 11:29
بغلان کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو
author avatar
5 Mar 2018 - 11:29

 

پلخمري (پژواک، ١٤ کب ٩٦): بغلان کې د ١٢٠زره مېوه لرونکو نیالګیو د اېښودو کمپاین پیل شو چې له دې ډلې ٦٠زره يې يواځې د پستې ونې دي.

په شمال ختیځ زون کې د باغدارۍ ملي پروسې مسوول غلام محمد ملاخېل د کب په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ سږ کال په بغلان ولایت کې دوه برخې نیالګيو کېنولو هوډ لرو، لومړی په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې ۶۰زره د بېلابېلو میوه لرونکو ونو نیالګي او دویمه برخه یې ۶۰زره خاص د پستې ونو نیالګي دي چې په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې به کېنول شي.))

ملاخېل وايي چې دغه ملي پروسه په ټول بغلان کې د ۱۵۰ څانګو له خوا پر مخ وړل کېږي چې په دغو څانګو کې هر کال د سیمې باغداران راټولېږي او د ترینرانو له خوا ورته د نیالګیو د اېښودو او ساتنې په برخه کې لازمې لارښوونې ورکول کېږي.

ملاخېل زیاتوي، د پستې ونې نیالګي وړیا دي خو د نورو مېوه لرونکو نیالګو لپاره یې د یو جریب ځمکې د نیالیګو بیه درې زره افغانۍ ده چې باغداران یې بايد ورکړي.

د بغلان د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکي سردار چې د مېوه لرونکو ونو کوچنی بڼ لري، پژواک ته وویل: ((راته ویل شوي چې یوه شنه ونه یوې کورنۍ ته تازه هوا برابروي او بل زموږ چاپېریال هم ښایسته کوي نو ځکه مې د نیالیګو له کېنولو سره مینه پیدا شوې او سږ کال غواړم چې ښه ډېر نیالګي کېنوم.))

سردار وايي چې د کلي باغداران د پستې ونو کېنولو ډېر شوق لري او ټول هڅه کوي چې سږ کال يواځې د پستې ونې کېنوي.

دغه راز په دهنه غوري ولسوالۍ کې د مېوه لرونکو ونو بڼوال عبدالمومن هم پژواک ته وویل: ((زما په بڼ کې ټولې ونې اصلي او د باغدارۍ له ملي پروسې څخه د ترلاسه شوو نیالګیو دي، هره ونه مو درې برابره مېوه راکوي چې له پخوانیو ونو سره یې د مېوو په لحاظ خورا زیات توپیر دی.))

دی له ټولو بڼوالو غواړي چې له دې وروسته دې د باغدارۍ ملي پروسې ادارې له خوا اصلاح شوي نیالګي کېنوي او له حکومته هم غوښتنه کوي چې له پیل شوې پروسې دې د بغلان ولایت ټول بڼوال برخمن کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان والي عبدالحی نعمتي چې د نیالیګو کېنولو په کمپاین کې یې ګډون درلود پژواک ته وویل: ((د بغلان خاوره د هر شنه بوټي د کېنولو لپاره مناسبه ده نن چې د مېوو ونې کېنوو بڼوالو ته یې د کېنولو تر څنګ د ساتنې سپارښته هم کوو.))

والي د بغلان له ټولو باغدارانو غوښتنه وکړه چې په خپلو باغونو کې مېوه لرونکې ونې کېږدي او د افغانستان سمسورتیا په موخه دې ترې ښه پالنه هم وکړي.

په شمال کې د باغدارۍ ملي ادارې له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې پر بڼوالو د مېوه لرونکو نیالګیو د وېش ملي پروسه پیل کړې چې تر سږ کاله یې د یاد زون په څلورو ولایتونو بدخشان، تخار، کندوز او بغلان په دېرش زره جریبه ځمکو کې لسګونه زره مېوه لرونکي نیالګي کېنولي او لړۍ یې لا هم دوام لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.