ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار زرګونو ښوونکو ته د ٦ مياشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي

د کندهار زرګونو ښوونکو ته د ٦ مياشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي

author avatar
5 Mar 2018 - 16:03
د کندهار زرګونو ښوونکو ته د ٦ مياشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي
author avatar
5 Mar 2018 - 16:03

کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۹۶): د کندهار زرګونو ښوونکو ته له تېرو څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي، له دې امله هغوی له مالي ستونزو سره مخ دي او د تدریس پر بهیر یې منفي اغېز کړی دی.

په دې برخه کې تر ټولو جدي ستونزه د حق الزحمه یي ښوونکو ده چې له تېرو ۶ میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي.

محب الله چې د کندهار د دامان ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د حق الزحمې په بدل کې د ښوونې او روزنې چارې مخ ته وړي، پژواک خبري اژانس ته وویل، شپږ میاشتې کېږي چې معاش یې نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه، پر دې سربېره لا هم خپله دنده پر مخ وړي، په داسې حال کې چې د ۶ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او بله هېڅ راز عایداتي سرچینه نه لري.

د ده په خبره، د معاش د نه رسېدو له امله یې نه یوازې قرض اخیستی، بلکې د کور د څو میاشتو کرایه یې هم نه ده ورکړې.

نوموړي ګیله وکړه چې له یوې خوا د حق الزحمې په بڼه د ډېرو کمو پیسو په بدل کې دنده ترسره کوي خو له بلې خو همدا کمې پیسې هم پر وخت نه ورکول کېږي.

د کندهار ښار د عينو لېسې ښوونکې فهيمې پژواک خبرې اژانس ته وويل، د نورو ولايتونو په پرتله په دغه ولايت کې مېشت ښوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، دا د حکومت او اړوندو ادارو لپاره ډېره بده ده چې ښوونکو ته پر وخت معاش نه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې هغوی تل د ټيټ اقتصاد او سرپناه له ستونزو کړېږي.

دا چې په خپله رسمي ښوونکې ده وايي، رسمي ښوونکو ته له تېرو دوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او حق الزحمه يي ښوونکو ته له تېو شپږو میاشتو راهیسې نه دي ورکړل شوي.

د عبدالرحمن په نوم یوه بل ښوونکی بیا چارواکي له ښوونکو سره پر دوه مخې چلند تورنوي او وايي چې د ښوونکو ژوند او حقونو ته هيڅ پام نه کېږي.

ده له دولته وغوښتل چې ماشومانو ته د ښه تدريس په موخه دې د ښوونکو ستونزې حل کړي.

د ده په خبره، کله چې ښوونکو ته پر وخت معاش نه ورکول کېږي او له راز راز ستونزو سره مخ وي، هغه به څنګه په ښه توګه تدریس وکړای شي، طبعاً دغسې حالت د پوهنې پر بهیر ناسم اغېر کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.