کابل(پژواک، ١٤ کب ٩٦): سبا ته به کابل ښار کې د څه باندې ٥٠ تحصيلي او اکاډميکو بنسټونو په ګډون او د پژواک خبري اژانس په رسنيزه همکارۍ څلورم تحصيلي نندارتون پرانېستل شي.
دغه نندارتون د افغانستان د نندارتون مرکز له لوري روان کال د کب له ١٥ تر ١٨ مې نېټې پورې جوړېږي.
د ياد مرکز چارواکي وايي چې د تحصيلي ارګانونو تر منځ د اړيکو رامنحته کول، نندارتون ته د راغلو محصلينو لپاره د تحصيلي فرصتونو همغږۍ ته زمينه مساعدول او د تحصيلي ارګانونو د ظرفيت او کړنو نندارې ته وړاندې کول د نندارتون له اصلي موخو څخه دي.
د يادونې ده، پژواک خبري اژانس د دغه نندارتون اصلي تمويل د غالب لوړو زده کړو موسسې او رسنيز تمويل يې د پژواک خبري اژانس پر غاړه دى.
درېيم تحصيلي نندارتون د تېر کال په کب مياشت کې د څلورو ورځو لپاره د څه باندې ٥٠ خصوصي تحصيلي او ښوونيزو موسسو په ګډون د افغانستان نندارتونونو مرکز کې د ښوونيز بنسټونو له لوري د حکومت د رسنيزو او اطلاعاتو مرکز له لوري جوړ شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن