کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٦): د غزني د قره باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د خپلو وژل شوو کسانو په غبرګون کې د درېيمې ورځې لپاره هم د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې چې له امله يې دواړه لورو ته سلګونه موټر او کسان بند پاتې دي.
دغه اعتراض وروسته له هغه پيل شو چې دوه ورځې مخکې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د يوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي وو، یوه ښځه ټپي وه او دوه تنه نور یې له ځان سره بیولي وو.
د همدې پېښې په غبرګون کې د قره باغ سلګونو اوسېدونکو په قره باغ ولسوالۍ او د غزني په ښار کې له وړمې ورځې راهيسې د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
د اعتراض کوونکو له ډلې امين الله ابراهيمزوى د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيه قوماندان له دوى سره خبرې کړې خو تر اوسه پايلې ته نه دي رسېدلي.
ده وويل: ((زموږ مړي تر اوسه په شفاخانه کې دي، تر هغه چې زموږ غوښتنې نه وي منل شوې، نه لاره خلاصوو او نه هم خپل مړي خښوو.))
بل لور ته د غزني د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امنيې قوماندان مل پاسوال محمد زمان تېره شپه يو ځل بيا له يو پلاوي سره قره باغ ولسوالۍ ته تللى دى.
سرچينه وايي چې پلاوي د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې او ډېر ژر به له اعتراض کوونکو سره یو پايلې ته ورسېږي.
د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې هم د نيختې او شېراباد سيمو د اوسېدونکو تر منځ د اوبو پر سر شخړه شوې وه چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن