ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې پر شيشه (کرسټال) د روږدو ځوانانو شمېر ډېر شوی

کونړ کې پر شيشه (کرسټال) د روږدو ځوانانو شمېر ډېر شوی

author avatar
5 Mar 2018 - 15:18
کونړ کې پر شيشه (کرسټال) د روږدو ځوانانو شمېر ډېر شوی
author avatar
5 Mar 2018 - 15:18

اسعداباد (پژواک، ١٤ کب ۹۶): د کونړ ولايت خلک او روغتيايي چارواکي وايي، دغه ولايت کې د شيشې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی چې د تېرو شپږو کلونو په پرتله يې سلنه ۶۰ برابره لوړه شوې ده.

روغتياپالان وايي، شيشه يا کرسټال يو ډول ايراني درمل دي چې د بې خوبۍ لپاره استعمالېږي؛ خو دوامداره استعمال يې انسان روږدی کوي او له ډول ډول ناروغيو سره يې مخ  کوي.

د کونړ ولايت اوسېدونکي وايي، دغه نشه يي توکي اوس د کونړ مرکز اسعد اباد ښار او ولسواليو کې په ډېرې اسانۍ پيدا کېږي او ګڼ شمېر ځوانان پرې روږدي شوي چې کم عمره کسان هم په کې شامل دي.

د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي رحیم ګل پژواک اژانس ته وويل، د شيشي د نشې استعمال ځکه ډېر شوی چې هم ارزانه ده او هم په هر ځای کې په اسانۍ ترلاسه کېدلی شي.

نوموړی نيوکه کوي چې حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي ادارو په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی او که يې مخنيوی ونه شي؛ نو راتلونکي کې به کونړ پر نشه د روږدو کسانو يو مرکز وګرځي.

د نورګل ولسوالۍ يو اوسېدونکی غريب الله چې له يوه کال راهيسې يې ورور د شیشې پر نشه روږدی دی وايي، ورور يې له کار روزګاره وتلی او د کورنۍ نفقه يې اوس د ده پر غاړه ده.

نوموړي له دولت غوښتنه وکړه چې د دې ډول روږدو درملنه وکړي څو له دې نشو واوړي، د خپلو کورنيو پالنې ته مخه کړي او د دې تر څنګ دې پولیس د ټولو نشه يې توکو پلورونکو سخت بندیز ولګوي.

شل کلن صادق له شپږو مياشتو راهيسې د کرسټال پر نشه روږدی دی او وايي تر استعمال وروسته يې له ځان او نړۍ بې خبره وي.

نوموړی وايي: "ډېره نشه لري، کله چې يې زه استعمال کړم نو بیا له ځان او جهانه ناخبره یم، د شیشې د نشې استعمال د پوډرو د استعمال په څېر ده، په هر ځای کې پیدا کېږي او ارزانه نشه ده."

هغه زياتوي: "موږ ګیر شوي یو، نشې لپاره پیسې که د هرې لارې وي پیدا کوو يې، له جوماتونو شیشې، بطرۍ، د خلکو څپلۍ پټوو او ځان ته پرې خپله نشه اخلو."

د کونړ د مرکز اسعداباد ښار اوسېدونکی هلال بيا له پوليسو غوښتنه کوي چې د نشه يي توکو د پلور، پېر او قاچاق مخنيوی وکړي او سرغړوونکي دې ونيسي.

د کونړ له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس محمد ابراهيم ماموند هم مني چې روان کال په دغه ولايت کې د شيشې په نوم د نشې په استعمال کې ډېروالی راغلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.