هرات (پژواک، ١٥ کب ٩٦): په هرات ولايت کې د نجونو يوې ډلې د لومړي ځل لپاره د تلګرام مجازي شبکې لپاره سټېکر جوړ کړى، وايي چې د ټولنيز رنګ لرونکو ځايي سټېکرونو نشتوالي اړې کړې چې دغو سټېکرونو جوړولو ته مخه کړي.
دغه نجونې چې د سي ټي اى په نامه مرکز کې يې د سټېکر جوړولو لارې چارې زده کړې، وايي چې د افغانستان دوديزه ټولنه کې ښځو ته د نارينه وو په څېر ډېر فرصتونه نشته، خو د سټېکر جوړول کولى شي چې د ښځو د وړتياوو ځينې برخې انځور کړي.
د حوريې کبيري په نامه ګرافېسټې او سټېکر جوړوونکې وويل چې په دې برخه کې له يو کلنو زده کړو وروسته توانېدلې چې دغه سټېکرونه جوړ کړي.
هغې د شربت ګلې سټېکر په لسو بڼو جوړ کړى او زياته يې کړه: ((د شربت ګلې سټېکر له هغه افغانې نجلۍ اخيستل شوى چې شاوخوا لس حالتونه لري او نور حالتونه هم ور زياتېدلى شي.))
د ښکلو سترګو لرونکې شربت ګله وروسته له هغه مشهوره شوه چې تصوير يې د نشېشنل جيوګرافيک مجلې پر پښتۍ خپور شوى او هغې ته يې نړيوال شهرت ورکړ.
دغه سټېکر جوړوونکې نجونې وايي چې غواړي د نړۍ په کچه د افغان ښځو متفاوتو څېرو ته انعکاس ورکړي، بله موخه يې دا ده چې د سټېکر جوړونې په برخه کې د ښځو وړتياوې وروزي.
د حميدې محمدې په نامه يوې بلې ګرافېستې وويل: ((غوښتل مو د دغو سټېکرونو جوړولو له لارې وښيو چې افغان نجونې هم د نورو هېوادونو د نجونو په څېر په بېلابېلو برخو کې د سټېکر جوړولو او ګرافيکي کارونو وړتيا لري.))
یوې بلې ګرافېستې شکيپا ميرزايي پژواک ته وويل: ((افغان ښځې او نجونې د دې وړتيا لري چې سټيکر جوړ کړي، سره ددې چې په افغانستان کې ګڼې ستونزې هم شته.))
په هرات کې د سي ټي اى مرکز يوه ښوونکي حبيب الله فراهي پژواک ته وويل:((په ډيزان کې نجونې تر هلکانو اوچت مهارت لري، له نېکه مرغه چې موږ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره وتوانېدو چې يو تخصصي ټيم جوړ کړو چې د طراحي توان ولري، لومړۍ لاسته راوړنه يې د سټيکر جوړول دي، خو دا به وروستى نه وي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په هرات ولايت کې د نجونو يوې بلې ډلې هم داسې کمپيوټري لوبه جوړه کړې وه چې له لارې يې د هېواد د روانو ناخوالو يوه برخه انځورېږي او حل لاره يې هم ښودلې ده.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن