ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انیسه: عدالت ته د لاسرسي په موخه له مجبوریته زندان کې یم

انیسه: عدالت ته د لاسرسي په موخه له مجبوریته زندان کې یم

author avatar
6 Mar 2018 - 14:14
انیسه: عدالت ته د لاسرسي په موخه له مجبوریته زندان کې یم
author avatar
6 Mar 2018 - 14:14

لښکرګاه (پژواک،١٥ کب۹۶): يوه پاکستانۍ ډاکتره د دې لپاره چې د ښځو ناروغانو برخه کې یوه کلینیک کې کار وکړي، هلمند ولایت ته راوستل شوې وه، خو د هغې د راوستونکي کلیوال ډاکتر له خوا ورسره تر تاوتريخوالي وروسته اوس په زندان کې ده.

انیسه څنګه افغانستان ته راوستل شوه؟

دغه ډاکتره انيسه (مستعارنوم) نومېږي، يو کال مخکې د يو هلمندي کليوال ډاکتر په بلنه په غير قانوني توګه له خپل خاوند سره هلمند ته راوستل شوه او دوى پرېکړه کړې وه چې په لرو پرتو سيمو کې به په ګډه د ناروغو ښځو درملنه کوي او له دې لارې به پيسې ترلاسه کوي.

تر درېيو مياشتو وروسته انيسه له خپل خاوند سره بېرته پاکستان ته ولاړه او بيا رانغله خو دغه کليوال ډاکتر يو ځل بيا انيسې پسې پاکستان ته ولاړ او دغه ځل يې له خاوند پرته افغانستان ته راوسته.

دغه کليوال ډاکتر له انيسې سره ژمنه کړې وه چې د هرې مياشتې په پاى کې به اويا زره پاکستانۍ کلدارې ورکوي خو دا هر څه يواځې چل او فريب وو.

انیسه په زندان کې

نوموړې دا مهال د هلمند په مرکزي زندان کې شپې ورځې تېروي خو محکمې ته د تګ پر مهال يې پژواک خبري اژانس ته د خپل ژوند کيسه کړې ده.

هغې وويل چې اووه کلنه لور او خاوند يې په پاکستان دي خو دا د خپل مسلک له لارې د پيسو پيدا کولو او خلکو ته د خدمت کولو په موخه افغانستان ته راغلې ده.

انيسې وويل چې ياد کليوال ډاکتر له غير قانوني لارو په غير قانوني اسنادو د افغانستان هلمند ولايت ته راوستلې ده.

دې زياته کړه: ((ما ته يې ويلي وو چې هره مياشت به اويا زره کلدارې درکوم، خو کله يې چې زه له خپلې کورنۍ جلا کړم، افغانستان ته يې راوستم دا هر څه دروغ و، هم يې پر ما پيسې پيدا کولې او هم يې خپل نور جنسي خواهشات پوره کول.))

نوموړې د ياد کليوال ډاکتر کور ته څېرمه د هغه په شخصي کلينيک کې اووه مياشتې تېرې کړې دي.

د انيسې په وينا، دغه ډاکتر ترې څو ځلې غوښتنه کړې وه چې نکاح ورسره وتړي خو هغې انکار کړى دى.

دې وویل: ((زه په روغتون کې اوسېدم، د روغتون خاوند د نکاح غوښتنه را څخه وکړه، خو دا چې ما خاوند درلود، انکار مې وکړ، خو له دې سره سره يې اووه میاشتې ټیلېفون را څخه قید او معاش يې را باندې بند کړ او هر څه چې يې زړه غوښتل هغه يې راسره کول او د هېڅ کار اجازه يې نه راکوله، زه يې د ځان لپاره ساتلې ومه.))

انيسه زياتوي چې په دې موده کې د ځورونې له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوې او تل يې هڅه دا کوله چې د ځان لپاره د حل يوه لار پيدا کړي.

نوموړې وايي: ((ډېره هڅه مې کوله چې په يو ډول ځان پوليسو ته ورسوم او له دغه مشکل څخه ځان خلاص کړم، بالاخره د کلي يوې نجلۍ راته موټر وښوده، په هغه کې سپره شوم او ځان مې پوليسو ته ورساوه.))

د انيسې په وينا، کله چې پوليسو ته ورسېده نو خپله ټوله کيسه یې ورته وکړه خو په هماغه ورځ کليوال ډاکتر هم ور رسېدلى دى او پر دې يې عريضه کړې چې ښځه يې ده او له کوره تښتېدلې ده.

انيسه وايي چې په هلمند کې د امن خونه نشته، نو ځکه عدالت ته د لاسرسي په موخه په زندان کې شپې ورځې تېروي.

دې له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر يې ستونزه هواره کړي، څو بېرته په پاکستان کې له خپلۍ کورنۍ سره يو ځاى شي.

يو کليوال: انيسې له ډاکتر سره نکاح کړې ده

د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې دې پاکستانۍ ښځې له ډاکتر سره نکاح تړلې ده.

هغه وويل: ((دې پاکستاني ښځې ډاکتر ته ويل چې ما خو درسره نکاح وکړه نو اوس دې هغې بلې ښځې ته طلاق ورکړه چې بيا ډاکتر ورسره ونه منله او جنجال يې پيدا شو.))

بل لور ته د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د استيناف څارنوال عيسى خان عمرخېل پژواک ته وويل چې د دې ښځې دوسيه د زنا په وصف جوړه شوې وه، خو محکمې رد کړې او ويلي دي چې په دې قضيه کې د انسان قاچاق شوى دى.

څارنوال وايي چې اوسمهال يې د دغو کسانو دوسيه د ملي امنيت څارنوالۍ ته راجع کړې، څو يې په اړه پلټنې وکړي.

دغه راز د استيناف څارنوالۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې کليوال ډاکتر هم نيول شوى او بندي دى.

دې سرچینې وويل: ((چې دغه کليوال ډاکتر ټينګار کوي چې دغه ډاکتره يې ښځه او نکاح يې ورسره تړلې ده. خو دغه ښځه بيا وايي چې زنا ورسره شوې او نکاح يې نه ده تړلې.))

سرچينې زياته کړه چې دغه قضيه به تر څېړنې وروسته روښانه شي خو عدلي طب هم ويلي چې پر دې ښځې هر څه په زور شوي او هېڅ ډول رضايت په کې شتون نه درلود.

د عدليې رييس: دغه قضيه تر اوسه موږ ته نه ده راغلې

په هلمند کې د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق د عالي کمېسيون د ولايتي کمېټې مسوول او د عدليې رييس محمد طيب اتل پژواک ته وويل چې د يادې پاکستانۍ ډاکترې قضيه تر اوسه دوى ته نه ده رسېدلې.

خو ده وويل چې له دې وروسته به دغه قضيه جدي تعقيب کړي.

بل لور ته د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ولايتي کمېټې د ښځو چارو مسوولې فاطمې عابدي پژواک ته وويل چې ياده قضيه يې له سره تر پايه تعقيب کړې ده.

هغې وويل: ((له پاکستانۍ ډاکترې سره چل او فريب شوى، ټيلېفون ترې اخيستل شوى، معاش نه دى ورکول شوی او ساتل شوې ده.))

خو عابدي زياته کړه چې د ښځې له څرګندونو او نورو څېړنو داسې ښکاري چې دغه ښځه هم ډېره رښتيا نه وايي او اصلي ستونزه له کليوال ډاکتر سره د پيسو پر سر پيدا شوې ده.

اخترمحمد: تر اوسه موږ په دې اړه معلومات نه لرو

په سوېل کې د پاکستان د کونسلګرۍ مرستيال اخترمحمد پژواک وويل چې د يادې قضيې په اړه دوى ته چا شکايت نه دى کړى او نه یې هم دوى په اړه معلومات لري.

خو ده وويل، چې یاده قضیه به له دې وروسته تعقيب کړي.

ديني عالم: تېر ايستنه په اسلام کې ناسم عمل دی

ديني عالم مفتي حجت الله پژواک ته وويل چې چل، فريب او دوکه ورکول د اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دى.

ده ټينګار وکړ چې په ژوند د ښېرازۍ او بريا په موخه هېڅوک بايد يو له بل سره چل او فريب ونه کړي.

د کليوال ډاکتر او پاکستانۍ ډاکترې په قضيه کې حمل و نقل، ساتنه او چل او فريب ترسره شوي چې دغه ټولې مسئلې د انساني قاچاق ښکاره بېلګې دي.

په دې اړه د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون په درېيمه ماده کې راغلي چې د ګټې اخيستنې په موخه د شخص استخدام (تر واک لاندې راوستل)، لېږد، حمل و نقل، ساتنه او يا هم د ګواښ له لارې د کارولو لپاره د شخص ترلاسه کول، په همدې ډول د زور يا ځواک له بېلابېلو لارو کار اخيستل، تښتول، تېر ايستل او چل د انساني قاچاق موارد ګڼل کېږي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو برخو کې د چل او دوکې موضوع زياته شوې او اکثره قربانيان يې هم نجونې او ماشومان دي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.