ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برمک: کورنيو چارو وزارت کې به د “نر واکۍ روحيه” له منځه يوسم

برمک: کورنيو چارو وزارت کې به د “نر واکۍ روحيه” له منځه يوسم

author avatar
7 Mar 2018 - 16:10
برمک: کورنيو چارو وزارت کې به د “نر واکۍ روحيه” له منځه يوسم
author avatar
7 Mar 2018 - 16:10

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۹۶): د کورنيو چارو وزير وايي، په دغه وزارت کې به د "نر واکۍ روحيه" له منځه يوسي او شپږ زره ښځې به د مهمو څوکيو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پر دندو وګوماري.

د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک نن په کابل کې د دغه وزارت له خواد ښځو د نړيوالې ورځې (مارچ اتمې) په مناسبته جوړه شوې غونډه کې وويل چې په دغه وزرات کې د "نرواکۍ روحيه"حاکمه ده.

هغه وايي، هڅه کوي چې دغه روحيه له منځه يوسي او ښځې په دغه وزارت کې پر لوړو څوکيو وګوماري.

ده وويل چې ښځې په بېلابېلو برخو کې د کار وړتيا لري.

د هغه په وينا، دا مهال د کورنيو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې څلور زره ښځې کار کوي او په پام کې لري چې شپږ زره نورې ښځې هم په دغه وزارت کې پر دندو وګوماري.

دى وايي، پوليسو به هغه ځوانان تر څېړنې لاندې ونيسي چې پر سړکونو او پوهنتونونو کې ښځې ځوروي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې سيما سمر په يادو مراسمو کې وويل چې افغان ښځې بايد د مصوونيت احساس ولري او په هره برخه کې ګډون ورکړل شي.

هغې وويل: "موږ بايد مېرمنو ته ښې دندې ورکړو، يواځې يې د تلاشۍ او يا هم په دفترونو کې د صادره او وارده ليکلو لپاره مقررې نه کړو؛ تر ټولو مهمه دا چې مېرمنو ته بايد د پلانونو په جوړولو کې ونډه ورکړو."

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ مرستيالې سمونمل پلوشه تلاش له ښځو وغوښتل چې د پوليسو ليکو ته ورشي او له دې لارې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

هغې وويل: "وياړم چې پوليسه يم؛ پر ټولو خويندو غږ کوم چې کومه ستونزه نشته، د جلب او جذب دروازې پرانيستي دي‎، وطن د مور حيثيت لري او اړينه ده چې د اتلو وروڼو تر څنګ د هېواد د نظم او امن د ټينګښت لپاره کار وکړو."

د غونډې په پاې کې يو شمېر ښځينه افسرانو ته د دې ورځې په مناسبت مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

په ورته وخت کې نن د کابل ښار په بېلابېلو دولتي ادارو کې او يو شمېر مدني ټولنو هم ياده ورځ ونمانځل شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.