ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغان پست ادارې خدمتونه چټک او منظمېږي”

“د افغان پست ادارې خدمتونه چټک او منظمېږي”

author avatar
7 Mar 2018 - 18:01
“د افغان پست ادارې خدمتونه چټک او منظمېږي”
author avatar
7 Mar 2018 - 18:01

کابل (پژواک،۱۶ کب ۹۶): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې له ترانسپورټ وزارت سره د پستي لېږد هوکړه ليک په لاسليکېدو سره، د افغان پست ادارې خدمتونه چټک او منظمېږي.

د پستي بستو د خوندي لېږد هوکړه ليک نن په کابل کې د افغان پست ادارې مشر احمد وحيد او د ترانسپورټ وزارت د ولايتونو د چارو د همغږۍ د مشر ويس سلطاني له خوا لاسليک شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير شهزاد اريوبي چې په دغو مراسمو کې يې شتون درلود، د ياد هوکړه ليک لاسليکېدل يې د افغان پست د باور او پياوړتيا لپاره مهم وبلل او ويې ويل چې له مخې به يې د افغان پست ادارې خدمتونه چټک او منظم شي.

نوموړي زياته کړه: "د ترانسپورټ وزارت په همکارۍ، سربېره پر دې چې خلک به پستي بستې پر ټاکلي وخت او خوندي توګه ترلاسه کوي، د پست ادارې عوايد هم زياتېږي. "

نوموړي وويل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د افغان پست اداره د يادې هوکړې په لاسليک سره هڅه کوي چې خلکو ته له نوي نړيوال سيستم او معيار سره سم پستي خدمتونه وړاندې کړي، زياته يې کړه چې د دغه سند لاسليک د ځوانانو لپاره کاري موکه هم برابروي.

د ترانسپورټ وزير محمد حميد طهماسي هم په دې ناسته کې د خبرو پرمهال وويل: "په تېر وخت کې دواړو وزارتونو د پستي بستو د لېږ لپاره همکاري درلودلې ده، خو د اړتياوو د پوره کولو لپاره لا ډېرې همکارۍ ته اړتيا وه او له همدې امله دغه هوکړه لاسليک شوه."

نوموړي وويل چې د ترانسپورټ وزارت د يادې هوکړې له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د افغان پست ادارې ټولې پستي بستې د راجستر شوو او باوري خصوصي شرکتونو له لارې له ولايتونو څخه مرکز (کابل) او له مرکز څخه ولايتونو ته په خوندي توګه لېږدوي.

د ترانسپورټ وزير په هېواد کې د کابو ۳۰۰ ترانسپورټي شرکتونو شتون ته په اشارې سره وويل چې دې کې معياري شرکتونه هم شده، خو له دې سره سره بياهم دغه شرکتونه تر څېړنې لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.