ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې اداري پلاوي پخواني غړي پر خپل ځای پاتې شول

د مشرانو جرګې اداري پلاوي پخواني غړي پر خپل ځای پاتې شول

author avatar
7 Mar 2018 - 15:56
د مشرانو جرګې اداري پلاوي پخواني غړي پر خپل ځای پاتې شول
author avatar
7 Mar 2018 - 15:56

کابل (پژواک،۱۶ کب ۹۶): محمد علم ايزديار د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال او محمد اصف صديقي دويم مرستيال، طيب عطا د منشي او محمد فيصل سميع د نايب منشي په توګه وټاکل شول.

د ملي شورا د اتم کال د سپاړسمې دورې لومړۍ غونډه د يادې شورا له يوې نيمې مياشتې رخصتيو وروسته نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

له دغو مراسمو وروسته د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې.

د يادې جرګې د لومړي مرستيالۍ لپاره محمدعلم ايزديار، د دويمې مرستيالۍ لپاره محمد اصف صديقي او لطيف ژوندي، د منشي چوکۍ لپاره عبدالله قرلق او طيب عطا او د نايب منشي چوکۍ لپاره فيصل سميع او ګلالۍ اکبري ځانونه کانديد کړي وو.

خو د رايې اچونې له ترسره کېدو وړاندې قرلق او اکبري له خپلې نوماندۍ تېر شول او په پايله کې يې ايزديار  له رايې اچونې  ترسره کېدو پرته لومړی مرستيال، طيب عطا منشي شو او سميع د نايب منشي په توګه وټاکل شول.

دغه راز اصف صديقي د مشرانو جرګې د دويم مرستيال په توګه وټاکل شو؛ ځکه  د لطيف ژوندي د ۱۲تاييد رايو پر وړاندې يې ۴۸ تاييد رايې خپلې کړې.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې ۶۵ سناتورانو شتون درلود.

د ملي شورا د اووم کال د شپاړم پړاو په ناسته کې هم همدغه کسان چې نن وټاکل شول، پر خپلو چوکيو کار کاوه.

ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه هم خپل لومړی او دويم مرستيالان، منشي او نايب منشي وټاکي.

د يادونې ده، د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، د يوې تقنيني دورې لپاره ټاکل کېږي.

عبدالرووف ابراهيمي او فضل هادي مسلم يار په ترتيب سره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې مشران دي.

د اساسي قانون د ٨٤يمې مادې پر بنسټ، د مشرانو جرګې درېيمه برخه (٣٤ تنه) له ولايتي شوراګانو، د څلورو کلونو لپاره، بله درېيمه برخه د ولسواليو شوراګانو له غړو د درېيو کلونو او پاتې برخه چې پنځوس سلنه يې ښځې تشکيلوي، د معلولينو او معيوبينو د دوو استازو او دغه راز د کوچيانو د دوو استازو په ګډون د ولسمشر له لوري د پنځو کلونو لپاره انتصابېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.