جلال اباد (پژواک، ۱۶ کب ۹۶): د ننګرهار د حج او اوقافو رييس نن په جلال اباد ښار کې په ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی.
دغه راز په دغه برید کې د هغه موټر چلوونکی او یو بل کس هم وژل شوي او ۱۶ کسان نور ټپیان شوي دي.
ياد بريد نن له غرمې وروسته د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د چشمه خانجي په څلورلارې کې د نوموړي پر موټر وشو.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجميل تتمدره يي د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل چې بريد د پلي بريدګر له لوري ترسره شوی دی.
ده زياته کړه، په پېښه کې د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني او د هغه يو ساتونکی وژل شوي او ۹ کسان ټپيان دي.
خو بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې پېښه کې مولوي عبدالظاهر حقاني، د هغه موټر چلوونکی او يو بل کس وژل شوي او ۱۶ نور ملکي وګړي ټپيان دي.
د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته ۱۶ ټپيان او درې جسدونه انتقال شوي دي.
هغه د يو شمېر ټپيانو د روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده.
عبدالله چې د پېښې په ځای کې يې دوکان دی، وايي چې لومړی د يوې زورورې چاودنې غږ شو او وروسته چې له دوکانه بهر شول، په موټر کې دوه کسه مړه او شاوخوا ساحو کې ځيني نور ټپيان پراته وو.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخيستی.
د يادولو ده، مولوي عبدالظاهر حقاني تل په خپلو څرګندونو کې د وسله والو ضد خبرې کولې او د هغوی جګړه يې نامشروع او د شخصي ګټو په خاطر بلله.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه بريد غندلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن