د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کندوز هوايي ډګر جوړولو پروژه کې فساد شوی"

"د کندوز هوايي ډګر جوړولو پروژه کې فساد شوی"

Mar 07, 2018 - 15:10

کندوز (پژواک، ١٦ کب ٩٦): د کندوز ولايتي شورا غړي تور پورې کوي چې د دغه ولايت د هوايي ډګر جوړولو په پروژه کې فساد شوى او د تړون له مخې نه ده پلې شوې.

د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي د کب په ١٦مه خبريالانو ته وويل چې تېر کال د دغه ولايت د هوايي ډګر د جوړېدو چارې پيل شوې خو په معياري ډول يې چارې پای ته نه دي رسېدلې.

هغه وايي: ((پرته له دې چې موږ په جريان کې کړي، نور چارواکي یې په جريان کې کړي، قراردادي شرکت دغه پروژه پخواني والي ته تسليم کړې ده.))

د ده په وينا، د ولايتي شورا غړي هوايي ډګر ته ورغلي وو او د پروژې چارې يې له نږدې ليدلې دي او ترسره شوى کار ډېرې ستونزې لري.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په استنادي دېوال کې يې اساسي مواد نه دي کارول شوي، ولاړ شئ وګورئ، په رنوې کې يې اوبه ولاړې دي، د ترمينل مخې ته ځاى بايد کانکرېټ شوى واى، خام پروت دى او داسې نورې ډېرې ستونزې لري.))

هغه وايي چې دغه مسئله بايد جدي ونيول شي که نه ډېر ژر به دغه هوايي ډګر بېرته ويجاړ شي.

دغه راز په دې ناسته کې د کندوز ولايتي شورا منشي فوزيې يفتلي هم وويل چې د هوايي ډګر په پروژه کې پراخ فساد شوى؛ ځکه چارې يې په معياري ډول نه دي ترسره شوې.

هغې وويل: ((په دې ډول يې چې د هوايي ډګر د پروژې تسليمي اخيستې دا خو د دغه ولايت د خلکو په حق لويه جفا ده، موږ پرون ورغلي وو، له نږدې مو وليده هر څه يې خراب دي.))

دې ټينګار وکړ چې حکومتي چارواکي بايد په دې اړه جدي پلټني وکړي.

خو بل لور ته د کندوز د هوايي ډګر سرپرست امر نجات صابري د ولايتي شورا د غړو ټولو ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې هوايي ډکر له قرارداد سره سم جوړ شوى دى.

صابري زياته کړه: ((د ولايتي شورا د غړو څرګندونې خپله پر دوى پورې اړه لري، له قرارداد سره سم کار شوى، هېڅ تخنيکي مشکل نه لري.))

ده وويل چې هر دولتي پلاوى کولاى شي د دې پروژې چارې له نږدې وڅېړي او په اړه يې پرېکړه وکړي.

خو بل لور ته د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري پژواک ته وويل چې د دې پروژې د څېړنې لپاره يو کمېسيون ګومارل شوى دى.

هغه وايي: ((د هوايي ډګر پروژه د کمېسيون له لوري جدي څېړل کېږي که کومه ستونزه په کې وي، قرارداديان بېرته غوښتل کېږي او هغو کسانو چې په کې فساد کړى وي، عدليې او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.))

د کندوز د هوايي ډګر په جوړېدو په تېر يو کال کې پنځه ميليونه ډالره لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کندوز نوي والي عبدالجبار نعيمي ويلي وو چې ډېر ژر به د کندوز له هوايي ډګره ملکي الوتنې پيل شي.

د يادونې ده په تېرو دوو کلونو کې کندوز ولايت دوه ځلې پرله پسې سقوط وکړ چې له امله يې د دغه ولايت له هوايي ډګره د ملکي الوتکو الوتنې بندې شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement