ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندوز هوايي ډګر جوړولو پروژه کې فساد شوی”

“د کندوز هوايي ډګر جوړولو پروژه کې فساد شوی”

author avatar
7 Mar 2018 - 15:10
“د کندوز هوايي ډګر جوړولو پروژه کې فساد شوی”
author avatar
7 Mar 2018 - 15:10

کندوز (پژواک، ١٦ کب ٩٦): د کندوز ولايتي شورا غړي تور پورې کوي چې د دغه ولايت د هوايي ډګر جوړولو په پروژه کې فساد شوى او د تړون له مخې نه ده پلې شوې.

د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي د کب په ١٦مه خبريالانو ته وويل چې تېر کال د دغه ولايت د هوايي ډګر د جوړېدو چارې پيل شوې خو په معياري ډول يې چارې پای ته نه دي رسېدلې.

هغه وايي: ((پرته له دې چې موږ په جريان کې کړي، نور چارواکي یې په جريان کې کړي، قراردادي شرکت دغه پروژه پخواني والي ته تسليم کړې ده.))

د ده په وينا، د ولايتي شورا غړي هوايي ډګر ته ورغلي وو او د پروژې چارې يې له نږدې ليدلې دي او ترسره شوى کار ډېرې ستونزې لري.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په استنادي دېوال کې يې اساسي مواد نه دي کارول شوي، ولاړ شئ وګورئ، په رنوې کې يې اوبه ولاړې دي، د ترمينل مخې ته ځاى بايد کانکرېټ شوى واى، خام پروت دى او داسې نورې ډېرې ستونزې لري.))

هغه وايي چې دغه مسئله بايد جدي ونيول شي که نه ډېر ژر به دغه هوايي ډګر بېرته ويجاړ شي.

دغه راز په دې ناسته کې د کندوز ولايتي شورا منشي فوزيې يفتلي هم وويل چې د هوايي ډګر په پروژه کې پراخ فساد شوى؛ ځکه چارې يې په معياري ډول نه دي ترسره شوې.

هغې وويل: ((په دې ډول يې چې د هوايي ډګر د پروژې تسليمي اخيستې دا خو د دغه ولايت د خلکو په حق لويه جفا ده، موږ پرون ورغلي وو، له نږدې مو وليده هر څه يې خراب دي.))

دې ټينګار وکړ چې حکومتي چارواکي بايد په دې اړه جدي پلټني وکړي.

خو بل لور ته د کندوز د هوايي ډګر سرپرست امر نجات صابري د ولايتي شورا د غړو ټولو ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې هوايي ډکر له قرارداد سره سم جوړ شوى دى.

صابري زياته کړه: ((د ولايتي شورا د غړو څرګندونې خپله پر دوى پورې اړه لري، له قرارداد سره سم کار شوى، هېڅ تخنيکي مشکل نه لري.))

ده وويل چې هر دولتي پلاوى کولاى شي د دې پروژې چارې له نږدې وڅېړي او په اړه يې پرېکړه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.