ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشدخان: له زمبابوې سره مو ښه لوبه ونه کړه

راشدخان: له زمبابوې سره مو ښه لوبه ونه کړه

author avatar
7 Mar 2018 - 09:26
راشدخان: له زمبابوې سره مو ښه لوبه ونه کړه
author avatar
7 Mar 2018 - 09:26

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٦): د کرکټ ملي لوبـډلمشر راشد خان وايي چې بايلل د لوبې برخه ده، خو دوى د زمبابوې پر وړاندې ښه لوبه ونه کړه.

افغانستان د کرکټ د نړيوال جام غوراوي سياليو په دويمه لوبه کې هم ماتې وخوړه او نړيوال جام ته يې د تګ چانس ډېر کم شو.

ملي لوبـډلې پرون خپله دويمه لوبه له کوربه هېواد زمبابوې سره ترسره کړه، د زمبابوې لوبـډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه . دوى لومړۍ درې لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل، خو وروسته ټېلر او سکندر رضا ډېره ښه لوبه وکړه او منډې يې تر ١٥٠ پورې ورسولې.

خو وروسته د راشد خان او دولت ځدراڼ د ښې توپ اچونې له امله د زمبابې ټوله لوبډله په درې څلوېښتم اوور کې په ١٩٦ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ١٩٧ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري راشد خان او مجيب ځدراڼ درې درې، دولت ځدراڼ دوه او محمد نبي يو لوبغاړى وسوځول.

افغانستان هم د توپوهنې پر مهال په لومړيو کې درې لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل، خو محمد نبي او رحمت شاه ډېره ښه لوبه وکړه او منډې يې تر ١٥٠ واړولې، خو ددوى له سوځېدو سره سم نورو لوبغاړو مقاومت ونه کړ.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ١٩٤ منډو وسوځېدل او دغه راز  زمبابوې دا لوبه د دوو منډو په توپير سره وګټله.

تر دې مخکې سکاټلينډ هم له افغانستان څخه لوبه ګټلې وه او له دوو پرله پسې ماتو وروسته د نړيوال جام دويم پړاو ته د افغانستان د تګ چانس ډېر کم شو.

د کرکټ ملي لوبـډلمشر راشد خان تر يادې لوبې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې ماتې ومنله او ويې ويل چې دوى سم کرکـټ ونه کړ.

خو هغه زياته کړه : ” دا د لوبې برخه ده،په وروستيو شېبو کې زموږ توپوهونکو سمه لوبه ونه کړه او خپلې ويکټې يې له لاسه ورکړې.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، په زمبابوې کې يې ډېرې لوبې کړې، له هر څه سره يې بلد دي او دلته يې ډېرې لوبې ګټلې هم دي.))

راشد خان وويل،اوس هم لا چانس لري، دوه نورې لوبې يې پاتې دي، هره لوبه به لکه د فاينل لوبې په څېر ترسره کوي او هڅه به کوي چې تېروتنې تکرار نه کړي.

نړيوال جام ته د لار موندنې او په دې سياليو کې د مخکې تګ په اړه د کرکـټ د چارو کارپوه مشتاق رحيم وايي چې افغانستان بايد دواړه پاتې لوبې په لوى توپير سره وګټي.

هغه زياتوي، د دواړو لوبو تر ګټلو وروسته افغانستان (سوپرسيکس) پړاو ته ځي، هلته به له ويسټ انډيز، ايرلينډ او هالينډ سره لوبې کوي او درې واړه بايد وګټي؛ له هغه وروسته نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کولى شي.

مشتاق رحيم وايي:((له دې وروسته هره لوبډله بايد زموږ په خوښه او تبه لوبې وګټي او ويې بايلي، دا نو په سرطان مياشت کې په ننګرهار کې د واورې ورېدلو د هيلې په څېر ده.))

افغانستان به له دې وروسته له هانګ کانګ او نيپال سره لوبې کوي.

Visits: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.