ميمنه (پژواک، ۱۷ کب ۹۶): د فارياب ولايت ځايي سرچينې وايي چې د ياد ولايت په پښتونکوټ او ګرزيوال ولسواليو کې د دوو امنيتي پېښو له امله د درېیو ښځو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، درې ښځې او يو نارينه چې د يوې کورنۍ غړي دي، پرون د پښتونکوټ ولسوالۍ په يکه توت سيمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د ګرزيوان ولسوال ملا فيض الله وايي چې د يادې ولسوالۍ په پخلسوز او ايشان ها سيمو کې د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې يو ۱۳ کلن ماشوم وژل شوی او ۵ تنه ټپيان دي.
هغه وويل چې دغه پېښه پرون مازديګر ۴ بجې رامنځته شوه چې وژل شوي او ټپيان د دې ولسوالۍ د "دره زنګ" سيمې اوسېدونکي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن