ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې يواځېنۍ ښځينه څارنواله د ښځو اړوند دوسیې څېړي

په کندهار کې يواځېنۍ ښځينه څارنواله د ښځو اړوند دوسیې څېړي

author avatar
8 Mar 2018 - 13:48
په کندهار کې يواځېنۍ ښځينه څارنواله د ښځو اړوند دوسیې څېړي
author avatar
8 Mar 2018 - 13:48

کندهار (پژواک، ۱۷ کب ۹۶): په کندهار کې یوازېنۍ ښځینه څارنواله د ښځو اړوند دوسیې څېړي، په داسې حال کې چې دغلته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه ده.

دغه ښځینه څارنواله ۲۸ کلنه زینب فایض نومېږي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دې برخه کې په کار بوخته ده او تر دې مهاله یې د ښځو اړوند لسګونه دوسیې څېړلې دي.

زینب فایض په داسې یوه اداره کې کار کوي چې نږدې ټول همکاران یې نارینه دي.

نوموړې د مارچ د اتمې په مناسبت چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، که څه هم په دغسې یوه ماحول کې کار کول ستونزې له ځان سره لري، خو خوشاله ده چې مېرمنو ته د عدالت او انصاف غوښتنې په برخه کې کار کوي.

فایض چې له شرعیاتو پوهنځي فارغه شوې وايي، دا چې په کندهار کې له دې مخکې هېڅ یوې ښځینه څارنوالې کار نه کاوه او ښځو د خپلو حقوقي دعوو په برخه کې ګڼې ستونزې لرلې، نو له هغوی سره د مرستې په موخه یې زړه یې ښه کړ چې په دې برخه کې کار وکړي.

دا چې د دوو ماشومانو مور هم ده زیاتوي، که څه د کندهار په شرایطو کې دندې ته تلل له خطرونو او ستونزو خالي نه وي، خو تر ډېره یې د دغو ګواښونو پروا نه ده کړې.

د دې په خبره، دا په خپله هم یوه ښځه ده او د نارینه په پرتله د هېواد په سنتي او دودیزه ټولنه کې د د ښځو ستونزې په ښه توګه درک کولای شي.

مېرمن فايض وویل، په دې برخه کې مهمه خبره د ښځینه تورنو یا متضررینو د احساساتو او د محرمو رازونو ده چې د څېړنې پر مهال یې نارینه څارنوال ته نه شي ویلای، خو ښځینه څارنوالې ته یې په ازادانه توګه ویلای شي.

دې وویل: "کله چې یوه تورنه او یا یوه متضرره مېرمن د هغې د دوسیې د څېړنې پر مهال د خپل زړه خبره و نه کړای شي او یا خپل محرم رازونه و نه ویلای شي، ایا شونې ده چې د هغې دوسیه دې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او یا دې یې په حق کې پر عدالت ولاړه پرېکړه وشي؟"

د زینب فایض په باور، په کندهار کې د هغې شتون د دې باعث شوی چې د ډېرو مېرمنو دوسیو ته رسېدنه وشي او باالاخره عدل او انصاف ورسره وشي.

دا وايي، له تېر یوه کال راهیسې یې په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي تر۵۰ ډېرې دوسیې څېړلې او د ۲۱ هغو نارینه وو په نیولو کې یې مرسته کړې چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن پېژندل شوې دي .

د هغې په خبره، د دغو دوسیو لویه برخه جنسي زور زیاتی، له وخت مخکې ودونه، کورنی تاوتریخوالی، وهل ټکول او ان د وژلو پېښې جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.