مهترلام (پژواک، ١٧ کب ٩٦) : چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د افغان هوايي ځواک په عملياتو کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځوک د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا هوايي عمليات تېره ورځ د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې د دین دوکانونو په سیمه کې شوي دي.
هغه زياته کړه، ددغو عملياتو په ترڅ کې د قوماندان ذبیح الله په ګډون ۷ وسلوال مخالفين وژل شوي چې په ګن شمېر ترهګريزو فعاليتونو کې يې لاس درلود.
ځواک وايي، له نېږدې شلو ورځو راهیسې د سېلاب ۱ نمبر ۲۳ په نوم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډو چاڼیز عملیاتو کې چې د مرکزي سیمو نه د تصفیې، تلاشۍ او په ځینو ستراتیژیکو نقطو کې د نویو امنیتي پوستو د ایجاد په موخه پیل او دا مهال تر سنګره درې رسېدلي، لسګونو وسلوالو مخالفینو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې او تر څنګ یې ځینې وسلې، مهمات او د انتقال وسیلې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه دوولس بجې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یوې ګډې ګزمې د لغمان ولايت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د الیاس خېلو په سیمه کې ٤٧ کیلو ګرامه تاریاک چې په یوه سراچه ډوله موټر کې په ماهرانه شکل ځای پر ځای شوي وو، نيول شوي دي.
د والي وياند وايي، لېږدونکي غوښتل چې د تور غر له لارې یې د ننګرهار ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ ته ولېږدوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن