ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هانګ کانګ کې هم د کرکټ دنړیوال جام غوراوی سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

هانګ کانګ کې هم د کرکټ دنړیوال جام غوراوی سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

author avatar
8 Mar 2018 - 23:29
هانګ کانګ کې هم د کرکټ دنړیوال جام غوراوی سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه
author avatar
8 Mar 2018 - 23:29

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۶) ): دکرکټ دنړیوال جام دغوراوی په سیالیو کې هانګ کانګ هم افغانستان ته ماتې ورکړه، او نړیوال جام ته دلار موندلو په اړه دافغانستان د چانس د نشت برابر شو. 

د لسو هیوادونو ترمنځ د غوراوي سیالۍ په زمبابوې کې روانې دي او له دې سیالیو څخه به دوه لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کوی.

افغانستان نن خپله دریمه له هانګ کانګ سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه. د هانګ کانګ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۴۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ، دافغانستان له لوري نبي او مجیب درې درې لوبغاړي وسوځول. 

دافغانستان لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۹۵ منډې جوړې کړې د باران له امله امپایرانو منډې او اورونه کم کړي وو. 

تر دې مخکې زمبابوې او سکاټلینډ هم افغانستان ته ماتې ورکړې وې.

تر دې ماتې وروسته مینه والو په ټولنیزو شبکو کې پر ملي لوبدلې او د کرکټ بورډ پر مسوولینو سختې نیوکې وګړې اوکرکټ بورډ یې هم بخښنې غوښتنو ته اړ کړ. 

دکرکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې په نه اټکلېدونکې ماتې له زړه خواشینی دی او د ملي لوبډلې له ټولو مینه والو د دې پایلو له امله بخښنه غواړي. موږ ډاډه یوو چې لوبغاړو تر خپله وسه هڅه کړې ځکه چې دوی ته هره ممکنه اسانتیا برابره شوې وه.
سرچینې ویلي، بورډ به د لوبډلې له راستنېدا وروسته، د روزونکي او نورو ښکېلو غاړو له رپوټونو وروسته پر خپل بل ګام غور کوي. موږ به هڅه کوو چې د ستونزې اصل څرګند او لازم اقدامات ترسره کړو. لکه څرنګه چې تاسو په حقه د لوبډلې له پایلو ناخوښه یاست دغه راز لوبغاړو او د ادارې مسوولینو ته هم دا حالت د منلو وړ نه دی.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( هیله مند یوو چې د دې نه اټکلېدونکي حالت په ترڅ کې ستاسو احساسات د دې سبب نه شي چې وار دمخه خواشیني لوبغاړي لا وځپي. په لوبو کې ماتې او سوبې تل وي خو موږ باید په ګډه د لا ښه راتلونکي لپاره کار وکړو.))

بلخوا تر یادې لوبې وروسته ملي لوبډلمشر راشد خان په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې هر څه ددوی خلاف روان دی. 

هغه زیاته کړه، چې لومړی کپتان اصر ستانکزی ناروغه شو، بیا یې سکاټلینډ سره لوبه بایلوده او اوس شهزاد محمدي باندې هم پابندي ولګیدله، چې له امله یې ددوی لوبډله تر فشار لاندې راغلې ده. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.