ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د ښځو له حضور پرته اصلاحات او پرمختګ امکان نه لري

ولسمشر غني: د ښځو له حضور پرته اصلاحات او پرمختګ امکان نه لري

author avatar
8 Mar 2018 - 19:58
ولسمشر غني: د ښځو له حضور پرته اصلاحات او پرمختګ امکان نه لري
author avatar
8 Mar 2018 - 19:58

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٦): ولسمشر غني وايي، د ښځو نړيواله ورځ دې له سمبولیک رول څخه د تحول بڼې ته بدله شي او د ښځو د راتلونکي په اړه  دې برخلیک ټاکونکي تصمیمونه ونیول شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ښځو نړیوالې ورځ د نماځنې په مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن د دفتر په نوښت په ارګ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

د هېواد جمهور رئیس دغو مراسمو ته د وینا پرمهال ټولو افغان مېرمنو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او ښځو ته په خطاب کې يې وویل: "تاسې د هېرېدو رول څخه د موجودیت، له چوپتیا څخه پر غږ او له وابستګۍ څخه په حضور بدلې شوئ، تاسې د یوې ملي اجنډا مالکیت اخیستی او په ټولو برخو کې فعال او هراړخیز رول لرئ."

ده زياته کړه، دا ټولنه به د ښځو له فعال رول پرته دوام ونه کړي او د ښځو له حضور پرته هوساینه، سوله او ثبات نه تامینېږي.

د هغه په وينا، باید د افغان مېرمنو ترمنځ شبکه جوړه او پیاوړې شي، ترڅو په یو منسجم آواز بدله شي.

نوموړي په ښه حکومتولۍ کې د ښځو پر رول په ټینګار وویل، د ښځو له حضور پرته اصلاحات او پرمختګ امکان نه لري.

غني زیاته کړه، د ولسي تړون برنامه به د هېواد په لېرو پرتو سیمو کې پلې شي، په دې شوراګانو کې به ۵۰ سلنه ښځې ونډه ولري.

ده په اقتصادي برخه کې د ښځو موجوده ستونزو ته په اشارې وویل، ښځو ته باید د اقتصادي ودې زمینه برابره شي چې په دې برخه کې خپله اساسي ونډه او رول ولري.   

جمهور رئیس وویل، باید له مصرفي غوښتنو څخه تولید ته راشو او د اقتصادي تحرک عوامل تشخیص کړو او د ملي اقتصادي پیاوړتیا په خاطر باید واضح ملي اراده رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، راتلونکی کال به موږ د شفافیت او اقتصادي انکشاف شاهدان اوسو او د تولید په برخه کې به د ښځو رول پیاوړی شي.

ده څرګنده کړه، اوسنی وضعیت باید د ستونزو او فرصتونو له مخې تعریف شي او د بریا لپاره خپله موخه وټاکو. باید د لارې نقشه واضح جوړه شي او په ګډه پرې کار وکړو.

ولسمشر د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ وې ویل، باید له اساسي قانون څخه ونه تښتو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.