د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې يواځېنۍ ښځينه څارنواله د ښځو اړوند دوسیې څېړي

په کندهار کې يواځېنۍ ښځينه څارنواله د ښځو اړوند دوسیې څېړي

Mar 08, 2018 - 13:48

کندهار (پژواک، ۱۷ کب ۹۶): په کندهار کې یوازېنۍ ښځینه څارنواله د ښځو اړوند دوسیې څېړي، په داسې حال کې چې دغلته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه ده.

دغه ښځینه څارنواله ۲۸ کلنه زینب فایض نومېږي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دې برخه کې په کار بوخته ده او تر دې مهاله یې د ښځو اړوند لسګونه دوسیې څېړلې دي.

زینب فایض په داسې یوه اداره کې کار کوي چې نږدې ټول همکاران یې نارینه دي.

نوموړې د مارچ د اتمې په مناسبت چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، که څه هم په دغسې یوه ماحول کې کار کول ستونزې له ځان سره لري، خو خوشاله ده چې مېرمنو ته د عدالت او انصاف غوښتنې په برخه کې کار کوي.

فایض چې له شرعیاتو پوهنځي فارغه شوې وايي، دا چې په کندهار کې له دې مخکې هېڅ یوې ښځینه څارنوالې کار نه کاوه او ښځو د خپلو حقوقي دعوو په برخه کې ګڼې ستونزې لرلې، نو له هغوی سره د مرستې په موخه یې زړه یې ښه کړ چې په دې برخه کې کار وکړي.

دا چې د دوو ماشومانو مور هم ده زیاتوي، که څه د کندهار په شرایطو کې دندې ته تلل له خطرونو او ستونزو خالي نه وي، خو تر ډېره یې د دغو ګواښونو پروا نه ده کړې.

د دې په خبره، دا په خپله هم یوه ښځه ده او د نارینه په پرتله د هېواد په سنتي او دودیزه ټولنه کې د د ښځو ستونزې په ښه توګه درک کولای شي.

مېرمن فايض وویل، په دې برخه کې مهمه خبره د ښځینه تورنو یا متضررینو د احساساتو او د محرمو رازونو ده چې د څېړنې پر مهال یې نارینه څارنوال ته نه شي ویلای، خو ښځینه څارنوالې ته یې په ازادانه توګه ویلای شي.

دې وویل: "کله چې یوه تورنه او یا یوه متضرره مېرمن د هغې د دوسیې د څېړنې پر مهال د خپل زړه خبره و نه کړای شي او یا خپل محرم رازونه و نه ویلای شي، ایا شونې ده چې د هغې دوسیه دې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او یا دې یې په حق کې پر عدالت ولاړه پرېکړه وشي؟"

د زینب فایض په باور، په کندهار کې د هغې شتون د دې باعث شوی چې د ډېرو مېرمنو دوسیو ته رسېدنه وشي او باالاخره عدل او انصاف ورسره وشي.

دا وايي، له تېر یوه کال راهیسې یې په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي تر۵۰ ډېرې دوسیې څېړلې او د ۲۱ هغو نارینه وو په نیولو کې یې مرسته کړې چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن پېژندل شوې دي .

د هغې په خبره، د دغو دوسیو لویه برخه جنسي زور زیاتی، له وخت مخکې ودونه، کورنی تاوتریخوالی، وهل ټکول او ان د وژلو پېښې جوړوي.

د کندهار مېرمنې په دغه ولایت کې د یوې ښځینه څارنوالې شتون هم غنیمت ګڼي او وايي، له دې وړاندې مجبورې وې دوسیې یې د نارینه څارنوالانو له خوا وڅېړل شي.

نسیمه یوه ۴۴ کلنه کونډه مېرمن ده چې د خپل حق غوښتلو لپاره د یوازینۍ څارنوالې تر دفتره راغلې ده.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، مېړه یې مړ شوی، خو لېور یې په داسې حال کې په زور واده کولو ته اړباسي چې ځوانې لوڼې لري.

دی وايي، اصلاً لېور یې غواړي په دې توګه د هغې د ځوانو لوڼو د ژوند اختیار تر لاسه کړي، خو دا یې مخالفت کوي او پر وړاندې یې درېدلې ده.

نوموړې وايي، خپله دغه موضوع یې د یادې شوې ښځینه څارنوالې وړاندې هم دغلته شریکه کړې وه او هغه مهال نارینه څارنوالانو د دې پر ځای چې عدل او انصاف ورسره وکړي د دې لېور پلوي کوله چې یو نارینه دی.

خو دا وايي، اوس چې یې دوسیه د همدې ښځینه څارنوالې له خوا څېړل کېږي، نو ډاډمنه ده چې په بې پرې توګه به څېړل کېږي او په اړه به یې پر عدل او انصاف ولاړه پرېکړه کېږي.

د کندهار د ښځو چارو رییسه مېرمن رقیې اڅکزۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې یوازې یوه ښځینه څارنواله او یوه ښځینه مدافع وکیله کار کوي، خو د قضا په برخه کې هيڅ ښځینه کار کوونکې نشته.

دا زیاتوي، په دغه ولایت کې یوازې د یوې څارنوالې او یوې مدافع وکيلې شتون په هېڅ توګه بسنه نه کوي؛ ځکه دلته د هغو مېرمنو شمېر ډېر دی چې متضررې شوې او یا پر بېلابېلو جرمونو تورنې پېژندل شوې دي.

د دې په خبره، په داسې حالت کې ستونزمنه ده چې د ښځینه تورنو او متضررینو دوسیې دې په سمه توګه وڅېړل شي او یا دې یې په حق کې منصفانه او پر عدالت ولاړه پرېکړه وشي.

دا وايي، په دې برخه کې مهمه خبره د ښځینه تورنو یا متضررینو د احساساتو او د محرمو رازونو ده چې د څېړنې پر مهال یې نارینه ته نه شي ویلای، خو ښځینه وو ته یې په ازادانه توګه ویلای شي.

خو دا وايي چې د همدې یوې ښځینه څارنوالې شتون هم د ښځو د دوسیو په څېړلو کې ډېره مرسته کړې ده.

په کندهار کې په داسې حال کې یوازې یوه ښځینه څارنواله او یوه مدافع وکیله دنده ترسره کوي چې د بشر د حقونو ادارې دغلته په روان کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۴۱ بېلابېلې پېښې ثبت کړې چې ۱۰۶یې د فزیکي تاوتریخوالي، ۳۹ د زور زیاتي، ۱۲۰ لفظي او رواني او ۷۶ یې د حقوقي تاوتریخوالي لکه مهر، میراث او نورو دي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement