ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په ميوند کې ۶۰ وسه وال وژل شوي

چارواکي: په ميوند کې ۶۰ وسه وال وژل شوي

author avatar
8 Mar 2018 - 13:13
چارواکي: په ميوند کې ۶۰ وسه وال وژل شوي
author avatar
8 Mar 2018 - 13:13

کندهار (پژواک، ۱۷ کب ۹۶): چارواکي وايي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په پایله کې ۶۰ وسله وال وژل شوي دي.

دغه وسله وال له هغه وروسته له هوا څخه په نښه او وژل شوي چې په ډله یيزه توګه یې پر امنیتي پوستو د برید تابیا کوله.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونه وسله وال چې د هلمند او کندهار له بېلابېلو ولسوالیو راټول شوي وو، تېره شپه دوولس بجې یې د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې پر امنیتی پوستو  برید تر سره کړ.

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو د وسله والو د برید پر وړاندې مقاومت وکړ او هم مهاله یې مرستې ته هوايي ځواک هم ورسېد.

دی وايي، د دغه هوايي برید په پایله کې چې دشپې تر دوو بجو روان وو، ۶۰  وسله وال وژل شوي، ګڼ شمېر ټپیان شوي او دغه راز  وسلې او وسایط یې له منځه وړل شوي دي.

دراني وویل، د وسله والو د برید له امله یوازې یو سرتېری چې لومړی ټپي شوی و، وروسته يې ساه ورکړې او مړ شوی، خو نور چا ته په کې هېڅ زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په تېرو څوو اوونیو کې په میوند کې دویم برید دی چې وسله وال په کې په نښه کېږي.

تېره میاشت د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا د میوند او پنجوايي ولسوالیو تر منځ د بند تېمور او رېګ په سیمو کې پر هغو وسله والو ځمکني او هوايي عملیات شوي وو چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې د برید تیاری نیوه.

د دغو عملیاتو پر مهال ۸۳ وسله وال وژل شوي وو او دغه راز د وسله والو اته پټنځایونه، وسلې، مهمات او چاودېدوونکي توکي يې له منخه وړل شوي او دغه راز ۱۰ موټر او ۳۵ موټر سایکلونه نیول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.