ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خواجه غار کې ١٧ امنيتي ځواکونه وژل شوي

په خواجه غار کې ١٧ امنيتي ځواکونه وژل شوي

author avatar
9 Mar 2018 - 09:41
په خواجه غار کې ١٧ امنيتي ځواکونه وژل شوي
author avatar
9 Mar 2018 - 09:41

تالقان (پژواک ١٨ کب ٩٦): د تخار چارواکي وايي، په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو په بريدونو کې ١٧ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

د دې ولايت د امنيه قومندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کابو اته بجې وسله والو طالبانو د خواجه غار د پل مومن سيمې د ملي اردو پر يوې پوستې بريدونه کړي چې د سرتېرو له مقاومت سره مخامخ شوي دي.

ده زياته کړه، همدا مهال له ګورتيپې څخه سيمه ييز پوليس د يادو سرتېرو ملاتړ ته را روان وو، چې د پل مومن او ګورتيپې په منځ کې د طالبانو له کمين سره مخامخ شوي او ترمنځ نښته شوې، چې له امله يې ١٠ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٩ نور ژوبل دي.

خو د خواجه غار ولسوال محمد عمر، پژواک اژانس ته وويل چې په دې نښتو کې د ملي اردو ٧ سرتېري هم وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، دې نښتو د شپې تر ٣ بجو دوام وکړ چې په ترڅ کې يې د ګورتيپې او پل مومن سيمې طالبانو ونيولې، خو وروسته يې يادې دواړو منطقې بېرته پرېښودې.

ده زياته کړه، په وژل شويو کسانو کې د سيمه ييزو پوليسو دوه قومندانان هم شامل دي.

د امنيه قومندانۍ د وياند د معلوماتو پر اساس، طالبان د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ څخه دې سيمې ته د بريدونو لپاره راغلي وو.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په خواجه غار ولسوالۍ کې يې تېره شپه ١٢ پوستې نيولي او ٢٩ عسکر او اربکيان يې ووژل او ٨ نور يې ژوبل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.