د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په شمال ختیځ زون کې ښځو په وړاندې د تاوتریخوالۍ پېښې زیاتې شوي

په شمال ختیځ زون کې ښځو په وړاندې د تاوتریخوالۍ پېښې زیاتې شوي

Mar 09, 2018 - 15:33

پلخمري (پژواک، ١٨ کب ٩٦): د بشري حقونو خپلواکې ادارې مسوولين وايي، سږکال په بغلان، کندوز او تخار ولايتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٣٥ پېښې ثبت شوي چې حکومت يې په اړه هيڅ اقدام نه دى کړى.

په شمال ختيځ زون کې د بشر حقونو ساحوي دفتر د تعليماتو څانګې مسوولې فخريې فروغ، د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوه کال راهيسې په تخار ٦١٥، کندوز کې ٥٨٢ او بغلان ٣٣٨ د ښځو په وړاندې د تاوريخوالي پېښې ثبت شوي، چې مسوولو دولتي ادارو يې په اړه تراوسه پورې کوم اقدام نه دى کړى.

 هغې زياته کړه، په يادو درېيو ولايتونو کې کورنيو ته د عامه پوهاوي او ځانګړو پروګرامونو په ترسره کولو سربېره سږکال بيا هم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې کمښت نه دى راغلى.

نوموړې په دولتي ادارو نیوکه وکړه او يې ويل چې حکومتي چارواکي د ښځو په وړاندې په تاوتریخوالي تورنو کسانو په نیولو او قانون ته د سپارلو په برخه کې ناغیړي کوي.

د دې په وينا، حکومت په شمال ختیځ زون کې تر دې دمه یوې کوچنۍ او عادي پېښې پلټنې او عاملینو ته یې د سزا ورکولو هڅه نه ده کړې، همدا لامل دی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچې په راښکته کولو کې پاتې راغلي یو.

په بغلان کې د حقوقو پوهنځي محصله یاسمین رسولي پژواک ته وویل: ((په هېواد کې مو د ښځو چارو وزارت ترڅنګ ځینې نور بنسټونه هم فعالیت لري، خو د ښځو په ژوند کې یې د پام وړ بدلون ځکه نه دی راوستی چې د دولت اجرایوي ادارې یې په اړه ګام نه پورته کوي.))

هغې زياته کړه، په بغلان ولایت کې داسې مېرمنې شته چې لا هم حکومت نه پېژني او نه هم کومې بهرنۍ او کورنۍ ادارې تر اوسه ورته د خپلو حقونو د پېژندنې لپاره کوم پروګرام جوړ کړى دى.

یاسمین وايي، که حکومت د ښځو په وړاندې زورکاروونکي قانون ته وسپاري، ډاډه ده چې ژر به د افغان مېرمنو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

مېرمن نفس جهید هم په شمال کې د افغان مېرمنو د حقونو او په وړاندې یې د زور زیاتي په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((په افغانستان کې د ښځو حقونو ته د درناوي خبرې تجارتي اعلانونه دي، دلته د هرې ورځې په تېرېدو له قانونه سرغړونه کېږي، زورواکي مخ پر پراخېدو ده چې تر هرڅه ډېر یې د ښځو په ژوند منفي اغېزې لرلې دي.))

د دې په خبره، حکومت د تېر په پرتله اوس مهال د شمال ختیځو ولایتونو پر ځینو سیمو حاکمیت نه لري او هغه بنسټونه چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي، د کار سیمه یې د ناامنیو په ډېرېدو تر ښاريزو سیمو محدوده شوې چې کړنو یې د قناعت وړ نتیجه نه ده ورکړې.

د بغلان د ښځو چارو ریاست رئیسې خدیجې یقین پژواک ته وویل، په بغلان کې سږکال ۲۳۵ پېښې ثبت شوي، دا په دې معنا نه ده چې موږ یې د حقونو دفاع ن ده کړې، د بغلان د ښځو چارو ریاست د ۳۵ مېرمنو قضیو څېړلو لپاره په وړیا توګه مدافع وکیلان نیولي دي.

نوموړې په بغلان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون څرګندونې چې حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو څېړنو ته پام نه کوي ردوي او وايي، د بغلان ولایت مسوولو ارګانو په همکاري یې د تاوتریخوالي ۳۵ قضیې څیړلي او د تاو تریخوالي قربانۍ لسګونه میرمنې یې د دولتي ادارو په همکارۍ د امن په کور کې ساتلې دي.

په شما ل ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواکه اداره په داسې حال کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې پېښو د زیاتوالي خبرې کوي چې په افغانستان کې د مارچ له اتمې چې د ښځو له نړیوالې ورځې سره سمه ده، د افغان مېرمنو له حقونو څخه د دفاع او درناوي په موخه نمانځغونډې تر سره کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement