ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د ښځو چارو رياست د يوه ځوان له خوا اداره کېږي

author avatar
10 Mar 2018 - 16:49
author avatar
10 Mar 2018 - 16:49

ترينکوټ (پژواک، ۱۹ کب ۹۶): په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د ښځو نړيواله ورځ نمانځل کېږي، د اروزګان د ښځو چارو رياست له تېرې يوې مياشتې راهيسې يو ځوان اداره کوي.

اروزګانۍ ښځې وايي چې په دغه ولايت کې د ښځو په نوم ځينې پروژه يي کارونه ترسره کېږي چې ښځو ته يې هېڅ ډول ګټه نه رسېږي.

د ښځو ورځ د دغه ولايت د بشري حقونو په ساحوي دفتر کې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې لسګونو ښځو او ځايي چارواکو په کې ګډون کړى و.

فاطمه چې د ترینکوټ د ښار يوه اوسېدونکې ده، پژواک خبري اژانس ته وويل، ځيني کسان د ښځو په نامه پيسې او پروژې اخلي او بيا څو نمايشي کارونه کوي.

د هغې په وينا چې نه يواځې موسسې، بلکې د ښځو چارو رياست تر اوسه د ښځو لپاره کوم د پام وړ کار نه دى کړى.

مېرمن فاطمې وويل چې د اروزګان د ښځو چارو رييسه له تېرو شپږو مياشتو راهيسې ټاکل شوې، خو زيات وخت د رخصتۍ په نوم له اروزګان څخه بهر تېروي.

د ترينکوټ يوه بلې اوسېدونکې شبنم (مستعار نوم) پژواک ته وویل، د دغه ولایت د ښځو چارو اوسنۍ رييسه نجيبه مهرزاد له تېرې يوې مياشتې راهیسې له ولايت څخه بهر کور ته تللې او د رياست سرپرستي د مدير شريف الله روشن ته يې سپارلى دى.

د هغې په وينا، دغه ریاست يوه بله ښځه مديره هم لري خو نه پوهېږي چې رييسې ولې يو نارينه د ښځو د ریاست سرپرست ټاکلی.

شبنم وويل، د دغه ولايت د دودونو له امله چې د ښځو چارو رياست سرپرستي نارينه پر مخ وړي، ډېرى مېرمنې د خپلو ستونزو لپاره مراجعه نه کوي.

د اروزګان د ولایتي شورا مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې نه يوازې د ښځو چارو رييسه د رخصتۍ په نوم مياشتې مياشتې بهر تېروي، بلکې نور رييسان هم خپل کارونه ددفتر پر ځاى له کورونو پرمخ وړي.

د ولايتي شورا رييس امير محمد بارکزي پژواک اژانس ته وويل چې د نجيبې مهرزاد په نوم د اروزګان د ښځو چارو د رييسې په توګه د هغی له ټاکلو سره يې مخکې هم مخالفت درلوده او دغه ستونزه يې له اړوندې وزيرې دلبر نظري سره هم شريکه کړې ده.

هغه زياته کړه چې اوسنۍ رييسه د اروزګان اوسېدونکې نه ده او دلته د ښځو د ستونزو حل ورته ناشونی دي.

د بارکزي په وينا، وزېرې ورسره ژمنه کړې وه، چې دا به لرې کوي، خو تر اوسه يې نه ده کړې او له تېرې مياشتې راهيسې د ښځو چارو رياست د يو نارينه لخوا مديريت کېږي.

د اروزګان ولايت مقام وايي، چې د ښځو چارو رييس له تېرې نږدې يوې مياشتې راهيسې په رخصتۍ تللې او لا هم نه ده راغلې.

د والي وياند دوست محمد نایاب پژواک ته وويل چې په دغه ریاست کې يوه بله ښځينه ماموره شته، خو د رييسې په نه شتون کې د چارو د سمبالښت وړتيا نه لري، نو د همدې امله يې د سرپرستۍ چارې يوه نارينه ته سپارل شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.