ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې له هرو سلو نجونو څخه يواځې اووه يې له ښوونځي فارغيږي

لوګر کې له هرو سلو نجونو څخه يواځې اووه يې له ښوونځي فارغيږي

author avatar
10 Mar 2018 - 16:57
لوګر کې له هرو سلو نجونو څخه يواځې اووه يې له ښوونځي فارغيږي
author avatar
10 Mar 2018 - 16:57

پل علم (پژواک،١٩ کب۹۶): د لوګر ښوونځيو ته هر کال د اووه زرو په شاوخوا کې نجونې د زده کړو لپاره شامليږي، خو د کلتوري ستونزو او ناامنيو له امله يواځې څلور سوه تنه يې له دوولسم ټولګي څخه فارغيږي.

د لوګر د پوهنې رييس اکبر ستانکزي د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د مرکز په ګډون په لرو پرتو سيمو کې لا هم نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کيږي.

هغه وايي: ((موږ په لوګر کې د ښوونې په برخه کې له دوه سترو ستونزو سره مخامخ يو، چې يوه يې عنعنوي ستونزې دي او بله يې ناامني ده.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د همدې ستونزو له امله ډېرې کورنۍ نه غواړي پر خپلو پېغلو لوڼو زده کړې وکړي.

دى زياتوي: ((د هر کال شروع کې ډېرې نجونې راځي، نوم ليکنه کوي، مکتب شروع کوي، خو بيا کله چې شپږم ټولګى خلاص کړي، نو شمېر يې ډېر کم شي.))

د هغه په وينا، په ځينو سيمو کې طالبان هم قومي مشرانو او د زده کوونکو کورنيو ته اخطارونه ورکوي چې خپلې پېغلې لوڼې بايد زده کړو ته پرې نه ږدي.

د ستانکزي په خبره، د پورتنيو ټولو ستونزو پر بنسټ په دغه ولايت کې هر کال د اووه زرو په شاوخوا کې نجونې د زده کړو لپاره په لومړي ټولګي کې شامليږي او تر شپږم ټولګي پورې بيا په ښه توګه خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.

خو دى وايي: ((دا شپږم ټولګى چې خلاص کړي، نو شمېر يې ډېر را کم شي چې بيا بالاخره کله چې خبره دوولسم ټولګي ته ورسيږي، نو د څلورسوو په شاوخوا کې نجونې فارغيږي.))

د ستانکزي د معلوماتو پربنسټ، تېر کال د لوګر له ټولو ښوونځيو څخه نږدې څلور سوه نجونې فارغې شوې دي.

هغه زياتوي، دا مهال په دغه ولايت کې نږدې اووه زره نجونې يواځې په شپږم ټولګي کې زده کړې کوي.

د لوګر د پوهنې رييس وايي، يادې ټولې ستونزې يې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي او هغوى هم د حل لپاره ژمنې کړې دي.

د ده په خبره، د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې هم هلې ځلې پيل کړي چې دغه ستونزې هوارې کړي.

په دې اړه د مرکز پل علم د پورک د نجونو لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې شهلا پژواک ته وويل چې د ځينو ستونزو له امله يې سږکال ښوونځى پرېښود.

دې وويل: ((پلار او ترونو مې سږ کال راباندې مکتب خوشې کړ، راته ويل يې چې نور مکتب ته مه ځه، غټه نجلۍ يې، دومره به دې څه زده کړي وي چې خپل مشکل حل کړې.))

د هغې په وينا، يو شمېر نجونې يې له اول نه تر شپږم ټولګي پورې ټولګيوالې وې، خو ډېرو يې له شپږم ټولګي وروسته، ښوونځى پرېښى دى.

همدارنګه په دې اړه د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې قومي مشر سيد جاوېد پژواک ته وويل، په عمومي ډول په دغې ولسوالۍ کې نجونې يواځې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کوي.

هغه وایي: ((زموږ د سیمې دود او کلتور د دې اجازه نه راکوي چې خپلې پېغلې نجونې او ښځې د زده کړو لپاره له کوره بهر واستوو، دا  کار دلته  شرم بلل کېږي او که کومه کورنۍ دې کار ته زړه هم ښه کړي، بیا نو د طالبانو له ګواښونو سره هم مخامخ کېږي.))

د دې قومي مشر د معلوماتو له مخې، دا مهال په دې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره يواځې لومړني ښوونځي دي، متوسطه او لېسه ځکه نشته چې له شپږم پورته نجونې زده کړې نه کوي.

بل لور ته د لوګر د ښځو چارې رييسې شيما زرګر هم دغه ستونزې مني او وايي چې په دغه ولايت کې د ښځو زيات حقوق نه ورکول کېږي.

هغې د بېلګې په توګه وويل چې په دغه ولايت کې نجونو او ښځو ته د زده کړو ترڅنګ په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه هم نه ورکول کيږي.

دې زياته کړه: ((زموږ په ټولنه کې اوس هم پخواني رواجونه حاکم دي، خلک له قانون او شريعت څخه خپلو دودونو ته ډېر احترام لري چې نمونه يې ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل دي او دغه کار د ځان لپاره لوى شرم ګڼي چې لوڼې يې مکتب ته لاړې شي او بيا په ادارو کې کار وکړي.))

دې زياته کړه چې د دې ستونزې د حل لپاره يې دوى تر اوسه څو ځلې د عامه پوهاوي برنامې جوړې کړې دي.

زرګر زياته کړه: ((موږ له ديني عالمانو سره هم خبرې کړې دي، ترڅو د دې ناوړه دودونو په اړه پراخ تبليغات وکړي چې دا کار بيا ښې پايلې لرلى شي.))

دغه راز په همدې اړه د هېواد وتلي ديني عالم مولوي سيد اعظم الهاشمي پژواک ته وويل چې اسلام په ټولو نارينه او ښځينه وو زده کړه فرض کړې ده چې په دې برخه کې احاديث او ايتونه هم شته دي.

هغه وايي: ((په اسلام کې له فرض نه پورته څه نشته دى، نو څنګه موږ له فرضو انکار کوو او خپلې لوڼې زده کړو ته نه پرېږدو.))

دې ديني عالم له کورنيو او حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ښځو او نارينه وو ته د اسلام له اصولو سره سم د زده کړو يو شان زمينه برابره کړي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم پژواک ته وويل، دا يو څرګند حقيقت دى چې په دې ولايت کې د ځينو پخوانيو رواجونو له امله ډېرى نجونې له زده کړو بې برخې پاتې دي.

هغه وايي: ((په دې کار نو بيا حکومت هېڅ ملامته نه دى، ځکه نارينه وو خپله له ښځو څخه قانوني حق اخيستى او زده کړو ته يې نه پرېږدي.))

صالح زياتوي، حکومت د خلکو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې، نو دا اوس په دوى پورې اړه لري چې زده کړې کوي او که نه؟

خو ده وويل چې حکومت هر کال له بېلابېلو لارو هڅې کوي چې کورنۍ وهڅوي څو په خپلو نارينه او ښځينه ماشومانو يو شان زده کړې وکړي.

د يادونې ده چې دا مهال په لوګر کې ١٥٠زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې شمېرې څخه ٣٥زره يې نجونې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.