کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٦): همايون همايون د ولسي جرګې د لومړي نايب په توګه وټاکل شو او پر دې سربېره د يادې جرګې د لسو کمېسيونونو رييسان هم وټاکل شول، خو د يادې جرګې د دويم نايب او منشي څوکيو ټاکنې درېيم پړاو ته ولاړې.
د ملي شورا د دواړو جرګو مشران د يوې تقنيني دورې لپاره ټاکل کېږي، خو د ملي شورا د دواړو جرګو د اداري پلاوي نور غړي، د يادې شورا د ناستو په پيل کې ټاکل کېږي.
د ملي شورا د اتم کال د شپاړسمې دورې لومړۍ ناسته د يادې شورا له يوه نيمې مياشتې رخصتۍ وروسته د روانې مياشتې په شپاړسمه نېټه، د ولسمشر غني له لوري په ځانګړو مراسمو کې پرانېستل شوه.
پرون د ولسي جرګې د اداري پلاوي د لومړي پړاو ټاکنې ترسره شوې، خو په پايله کې يې يوازې عرفان الله عرفان د نايب منشي په توګه وټاکل شو، نورو ټولو نوماندانو د بريا رايه ترلاسه نه کړه.
پرون د ولسي جرګې د لومړي مرستيالۍ لپاره همايون همايون او محمد نذير احمدزى دوه مخکښ نوماندان وو چې نن ورته د رايو لپاره صندوقونه کېښودل شول.
دغه راز نن د دويم نايب څوکۍ لپاره عبيدالله کليمزى او محمد عبده او د منشي څوکۍ ته ميردادخان نجرابي او محمديوسف صابر ځانونه نوماند کړي و.
په پايله کې همايون د ١١٠ رايو په ترلاسه کولو سره د جرګې د لومړي مرستيال، خو کليمزى د ٧٤ تاييد رايو، محمد عبده د ٩٠ تاييد رايو، نجرابي د ١٠٤ رايو او صابر د ٥٩ تاييد رايو په ترلاسه کولو سره ونه شوى کولى، دغو څوکيو ته لاره ومومي.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، نن په ټاکنو کې ٢١٦ کسانو ګډون کړى و چې هر نوماند بايد د بريا لپاره ١٠٩ رايې ترلاسه کړې واى.
هغه وويل، سبا به د جرګې د دويم نايب او منشي لپاره نوي کسان او د دوى لپاره به د درېيمې دورې لپاره د رايو صندوقونه کېښودل کېږي.
تېر کال هم همايون همايون د لومړي نايب، محمد نذير احمدزى د دويم نايب، عبدالقادر ځاځى د منشي او عرفان الله عرفان د جرګې نايب منشي په توګه دنده ترسره کوله.
خو د جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان وويل، نن د کمېسيونونو غړو ترمنځ په جلا ټاکنو کې شېرعلي احمدزى د کوچيانو چارو د کمېسيون د مشر په توګه، قيس حسن د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون د مشر، اقبال صافى د کورني امنيت د کمېسيون مشر، نثاراحمد غورياني د دفاعي چارو د کمېسيون مشر، ميررحمان رحماني د ملي اقتصاد کمېسيون د مشر، کمال ناصر اصولي د پوهنې او لوړو زده کړو کمېسيون د مشر، شريفي بلخابي د عدلي او قضايي کمېسيون د مشر، محمدعظيم محسني د مالي او بوديجې کمېسيون د مشر، صفي الله مسلم د چاپېريال او طبيعي سرچينو کمېسيون د مشر او مجيب څمکنى د روغتيا او ځوانانو کمېسيون د مشر په توګه په دنده وګومارل شول.
تر اوسه پورې د يادې جرګې د څلورو کمېسيونونو غړي نه دي ټاکل شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن