ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د غير دولتي موسسو بوديجه دې څرګنده شي

غني: د غير دولتي موسسو بوديجه دې څرګنده شي

author avatar
11 Mar 2018 - 17:56
غني: د غير دولتي موسسو بوديجه دې څرګنده شي
author avatar
11 Mar 2018 - 17:56

کابل(پژواک،۲۰کب۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د ځينو غيردولتي موسسو د فعاليت نه روڼتيا سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې انجيوګانو په تېرو کلونو کې له داسې دولت سره سروکار درلود چې په هېواد کې يې د فساد شتون نه تاييداوه.

ولسمشر چې نن يې په کابل کې د "انډولې پراختيا او بې وزلۍ په کمولو کې د غير دولتي موسسو اهميت او رول" تر عنوان لاندې چې د غير دولتي موسسو په لومړني ملي کنفرانس کې  خبرې کولې وويل، هغه سرچينې چې غير دولتي موسسې يې لګوي، بايد لا ډېرې روڼتيا، حسباب ورکولو، انډول، کيفيت، اغېزمنتوب، برابر والي او تلپاتې والي ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه:" بايدد غير دولتي موسسو د تېرو ۱۷کلونو فعاليت په بنسټيزه توګه وڅېړل شي، په دې څېړنه کې بايد روښانه شي چې انجيوګانو څومره پيسې لګولې، پايلې او لاسته راوړنې يې څه پاتې شوې او موږ کومه پايله ترې اخلو او اغېزمنو کارونو ته يې څنګه پراختيا ورکړل شي."

هغه زياته کړه چې حکومت خپله بوديجه شفافه کړې او په دې برخه کې حساب ورکوي، دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر هم موافقه کړې چې بوديجه يې له روڼتيا وروسته د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې په واک کې ورکوي او له غير دولتي موسسو څخه هم هيله کېږي چې خپله بوديجه دې شفافه او د خلکو په واک کې ورکړي.

ولسمشر د غيردولتي موسسو استازو ته په خطاب کې وويل:" تاسو کلونه کلونه له داسې دولت سره کار کړى چې د فساد واکمنېدل يې نه دي منلي، خو د ملي يووالي حکومت پر خپلو ستونزو او حل لارو يې پوهېږي. موږ د پرېکړې نيولو روح بدل کړی، ددې حکومت د ميراث په توګه زموږ تمرکز دا نه دی چې موږ د فرد په توګه څه کړي، بلکې دا دی چې ارګانونه څنګه رامنځ ته کړو."

غني زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت کې نسلي بدلون بايد درک کړای شي او د افغانستان د کابينې  ۴۹سلنه غړي له ۴۰کاله ټيټ عمر لري، اوسنۍ اداره يوه بې کفايته اداره نه ده، بلکې د ځانګړي کفايت لرونکې اداره ده.

هغه زياته کړه:" زه پر خپلو ښځينه او نارينه همکارانو وياړم او دغه اداره له غير دولتي بنسټونو سره په ټکر کې نه ده، بلکې د همغږۍ او ګډون حس يې غواړي او پراختيايي اجنډا لرونکې اداره ده، په داسې حال کې چې انجيوګانې تر اوسه پورې نه دي توانېدلې چې د افغانستان لپاره يوه پراختيايي اجنډا وړاندې کړي."

نوموړي نننۍ ناسته د غير دولتي موسسو لپاره يوه موکه وبلله او زياته يې کړه چې دغه موسسې بايد په ياده شوې ناسته کې يوه پراختيايي اجنډا وړاندې کړي چې وليدل شي ددوی د فکري ځواک او پلان شوي چمتوالي کچه څومره ده.

ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې د هېواد د عوايدو پر ډېرېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د افغانستان عوايد په څو راتلونکو کلونو کې بايد ۸ميليارده ډالرو ته ورسېږي او که عوايد ۸ميليارده ډالرو ته ونه رسېږي، وضعيت به همداسې وي.

غني وويل:" زه نه غواړم چې تل له نړۍ څخه سوال وکړم، موږ پانګونه غواړو نه مرسته، د ټولنيزو پروګرامونو له پلوه مرستې ته اړتيا ده، خو اصلي ټکی دادی چې بايد افغانستان پر يوه پانګوال هېواد بدل شي."

نوموړي ټينګار وکړ چې افغانستان يو وارداتي هېواد نه شي پاتې کېدای او تر ټولو ستره غمېزه داده چې د افغانستان ډېری واردات هغه کرنيز او توليدات دي، چې افغانستان يې توليدولای شي.

اشرف غني په نننۍ ناسته کې په دولتي ادارو کې د ښځو پر رول او تصميم نيونې هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې ښځې تصميم نيونکې دي او پر کليدي ارګانونو کې ځای لري، ډېری به په کليدي وزارتونو کې راوستل شي او په ځانګړې توګه  اوس چې حکومت د سولې وړانديز کړی، په اداره او ټولنه کې به د ښځو رول ورځ په ورځ غښتلی شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.