ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې اووه وسله وال غله ونيول شول

جوزجان کې اووه وسله وال غله ونيول شول

author avatar
11 Mar 2018 - 19:03
جوزجان کې اووه وسله وال غله ونيول شول
author avatar
11 Mar 2018 - 19:03

شبرغان (پژواک، ٢٠ کب ٩٦): د جوزجان ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت امنيتي سرتېرو هغه اووه وسله وال غله نيولي چې د شبرغان-مزارشريف لويې لارې په اوږدو کې  به يې خلک لوټل. 

دغه کسان هغه مهال د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي چې د اقچې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يې د مسافرو غلا کړي مالونه او پيسې په خپلو منځونو کې وېشل.

د جوزجان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، ياد غله پرون شپه له يوه راکټ، پنځه ميله کلاشينکوفونو او يوه دوربين لرونکي ټوپک او نورو تجهيزاتو سره يوځاى د اقچې او خانقاه ولسواليو ترمنځ درې لارې سره نږدې سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، امنيتي ځواکونو له څه مودې راهيسې د يادې ډلې تعقيب کاوه، ځکه دوى څو ځلې هغه مسافرين چې له يادې لارې تېريږي؛ لوټلي دي.

خاشي زياته کړه: "يادو وسله والو غلو به ډېرى وخت نيمه شپه کې له کابل ولايت څخه جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو ته تلونکي مسافر لوټل او يادو غلو تېره شپه هم د مسافرو موټر درولي وو او مسافرين يې لوټلي و چې د اطلاع په ترلاسه کولو سره مو ګام پورته کړ او دوى مو له غلا کړو مالونو سره يوځاى ونيول."

هغه وويل، يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى او د دوى دوسيې بشپړې او څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.

ورته مهال د شبرغان  ښار اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو دغه کار ستايي او وايي، له يوې مودې راهيسې دغو وسله والو غلو د شبرغان-مزارشريف لويې لارې کې ستونزې رامنځته کړې وې.

د شبرغان ښار يوه اوسېدونکي وويل، يادو کسانو له څه مودې راهيسې د شبرغان-مزارشريف لويې لارې امنيت ګډوډ کړى و او مسافرين يې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي وو.

رشاد زياته کړه، د غلو د يادې ډلې په نيول کېدو سره به د دغې لويې لارې امنيت هم ټينګ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.