ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژه د روان کال تر پایه پيلېږي

د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژه د روان کال تر پایه پيلېږي

author avatar
11 Mar 2018 - 16:25
د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژه د روان کال تر پایه پيلېږي
author avatar
11 Mar 2018 - 16:25

کندهار (پژواک، ۲۰ کب ۹۶): چارواکي وايي چې د کندهار د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژې لومړني مطالعات بشپړ شوي او د روان کال تر پایه به یې عملي چارې پيل شي.

دغه څرګندونې د کندهار د والي زلمي ویسا او اړوند شرکت (FCG) د مشرې انا تر منځ د لیدنې پر مهال وشوې.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت پژواک خبري اژانس ته وویل، د یاد شرکت مشرې خبر ورکړ چې د دهلې بند د دېوالونو لوړولو د پروژې لومړنۍ مطالعه یې بشپړه کړې او د روان کال تر پایه د سروې له بشپړېدو وروسته یې عملي چارې پیل کېږي.

د کندهار والي زلمي ویسا له اړوند شرکت څخه وغوښتل چې د سروې چارې چټکې کړي او د دهلې بند د لوړولو عملي چارې ژر پيل کړي.

هغه دا د کندهار د خلکو لپاره یوه مهمه پروژه یاده کړه چې د کرنې لپاره د اوبو د کمښت ستونزه ورسره هوارېږي، د څښاک لپاره د پاکو اوبو د تصفیه خونو جوړولو او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا د تولید اسانتیا ورسره رامنځته کېږي.

په کندهار کې د ارغنداب دريايي حوزې رييس انجنیر شېر محمد عطايي پژواک اژانس ته وویل، د دهلې بند په پروژه کې د ۸ مترو په اندازه د بند د دېوالونو لوړول شامل دي.

هغه زیاتوي، د دهلې بند پخوا د ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لرله، خو د ٦٤ کلونو په تېرېدو يې ٤٠ سلنه رسوبات نيولي او د اوبو د زېرمه کولو کچه يې ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي، چې دغې ستونزې په دې ولايت کې کرنه اغېزمنه کړې ده.

عطايي زياته کړه، دغه بند د کندهارد اوو ولسواليو (شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان) کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

دى وايي، په تېرو کلونو کې په وار وار ولایتي ادارې او خلکو په همدې سيمه کې د يوه نوي بند د جوړولو او يا د همدې بند د دېوالونو د جګولو وړانديزونه کړي دي.

د ده په خبره، دا چې په دې ساحه کې د نوي بند جوړولو ډېر لګښت درلود، د همدغه بند د ترميم چارې په دوو پړاوونو کې ومنل شوې چې يوه برخه يې تخنيکي او بله يې د دېوالونو د لوړولو وه.

عطايي زياتوي، په همدغه بنسټ د دهلې بند د ترميم چارې په دوو پړاوونو کې ومنل شوې چې يوه برخه يې تخنيکي او بله يې د دېوالونو د لوړولو وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.