ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان په غوراوي سياليو کې د درېيو ماتو لاملونه په ګوته کړل

راشد خان په غوراوي سياليو کې د درېيو ماتو لاملونه په ګوته کړل

author avatar
11 Mar 2018 - 12:03
راشد خان په غوراوي سياليو کې د درېيو ماتو لاملونه په ګوته کړل
author avatar
11 Mar 2018 - 12:03

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٦) : د کرکټ ملي لوبډلمشر راشد خان وايي چې د فشار پر مهال لوبغاړي خپل اعصاب له لاسه ورکوي او له مسووليته ډکه لوبه نه کوي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته په زمبابوې کې د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي سياليو په وروستۍ لوبه کې نيپال ته تر ماتې ورکولو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د لسو هېوادونو ترمنځ د کرکټ نړيوال جام سياليو غوراوي سيالۍ په زمبابوې کې روانې دي، افغانستان په خپل ګروپ کې زمبابوې، سکاټلينډاو هانګ کانګ ته لوبې وبايللې، خو پرون يې په وروستۍ لوبه کې نيپال ته ماتې ورکړه.

د نړيوال جام د غوراوي سياليو دويم پړاو ته د تګ لپاره به افغانستان د نيپال او هانګ  کانګ د لوبې پايلې ته انتظار باسي، که چېرې نيپال هانګ کانګ ته ماتې ورکړه، نو افغانستان چانس پيدا کوي چې دويم پړاو ته ولاړ شي.

راشد خان د خبري کنفرانس پر مهال ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، په لومړۍ بريا خوښ او ښه احساس کوي،که له پخوانيو درېيو څخه يې يوه هم ګټلي واى؛ نو اوس به دويم پړاو ته يې لاره پيدا کړې وه.

نوموړي زياته کړه، د نيپال پر وړاندې لوبې لپاره يې سم پلان جوړ کړى و چې د نيپال هدف بايد له څلوېښتم اوور څخه مخکې ترلاسه کړي او همداسې وشول.

د غوراوي سياليو په لومړيو درېيو پرله پسې لوبو کې د ماتې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې راشد خان وايي، کله چې يې لوبډله تر فشار لاندې راشي، بيا سمه لوبه نه شي کولى.

هغه زياتوي : (( د فشار پر مهال لوبغاړي خپل اعصاب له لاسه ورکوي، ځان نه شي کنټرولولى، له مسووليته ډکه لوبه نه کوي، ځکه مو درې لوبې وبايللې.))

ملي لوبډلمشر وايي، له دې لوبو او سياليو يې دا تجربه ترلاسه کړه چې په راتلونکي کې څه ډول وکولى شي ځان له فشار څخه اوباسي او د فشار پر مهال څه ډول لوبه وکړي.

راشد خان د لوبډلمشرۍ د مسووليتونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، دا يوه ښه تجربه وه او تر اوسه ښه روانه ده.

هغه زياته کړه، له بده مرغه له سياليو مخکې يې اصغر ستانکزى له لاسه ورکړ، خو محمد نبي تل په ميدان کې ورسره هر ډول مرسته او همکاري کوي.

دى وايي: (( د لوبډلمشرۍ لومړۍ تجربه وه، هڅه به کوو چې په راتلونکي کې ښې لوبې وکړو.))

ملي لوبډلمشر د وروستيو درېيو ماتو په اړه وويل چې نه يواځې هېوادوال او مينه وال، بلکې دوى هم سخت خپه دي.

هغه وايي: (( موږ ددې سياليو لپاره ډېر ښه چمتووالى نيولى و او په اماراتو کې زمبابوې ته له ماتې ورکولو وروسته لوړ مورال سره راغلي وو، خو دا کرکټ دى هر څه پېښېدلى شي.))

راشد خان ژمنه وکړه چې ملي لوبډله به په راتلونکو سياليو او لوبو کې ښې لوبې وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.