ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سفير: افغانستان به د سړک او اورګاډي له لارې له چين سره ونښلول شي

سفير: افغانستان به د سړک او اورګاډي له لارې له چين سره ونښلول شي

author avatar
11 Mar 2018 - 17:46
سفير: افغانستان به د سړک او اورګاډي له لارې له چين سره ونښلول شي
author avatar
11 Mar 2018 - 17:46

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٦):  چين وايي چې د منځنۍ اسيا ځيني هېوادونه له افغانستان سره د اورګاډي ليکې په وسيله د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ دي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د چين سفير سپين لو جينګ سون (Liu Jingson) د کب په ٢٠مه د چين په سفارت کې د يوې غونډې پر مهال کړې دي.

په دې غونډه کې د ځينو سياسي ګوندونو او مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.

د چين سفير وويل، هېواد يې غواړي چې د افغانستان په شمال کې د اورګاډي پټلۍ تېرولو ته زمينه برابره کړي.

د هغه په وينا، ډېر ژر به د  چين د اورمچي سوداګريزه سيمه د افغانستان له شمالي ولايتونو سره د سړک او اورګاډي له لارې ونښلول شي.

د يادونې ده، تېر کال د افغانستان او چين تر منځ د اورګاډي په وسيله سوداګريزې چارې پيل شوې وې، خو له يو دوو سفرونو وروسته دا لړۍ ودرول شوه.

دغه سوداګري د چين او منځني اسياهېوادونو له لارې د افغانستان له بلخ ولايت سره پيل شوې وه، خو بيا تر نامعلوم وخت پورې وځنډېده.

د چين سفير جينګ سون وويل چې د منځنۍ اسيا ځيني هېوادونه نه غواړي چې افغانستان دې له چين څخه د توکو تر واردولو وروسته له دغه ځايه چين ته توکي صادر شي.

خو هغه د کوم هېواد نوم وانخيست او نه يې هم په دې اړه نور جزئيات ورکړل.

نوموړي دغه راز د افغانستان د سولې له پروسې سره د خپل هېواد د مرستې او همکاريو ژمنه تازه کړه.

ده زياته کړه چې دوى به په دې برخه کې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي څو په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.