ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په بدخشان کې ترافيکې پېښې ډېرې شوې

سږ کال په بدخشان کې ترافيکې پېښې ډېرې شوې

author avatar
11 Mar 2018 - 17:38
سږ کال په بدخشان کې ترافيکې پېښې ډېرې شوې
author avatar
11 Mar 2018 - 17:38

فيض اباد (پژواک،۲۰ کب۹۶): د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي چې دغه شمېره د تېر کال په پرتله د ډېروالي ښودنه کوي.

د بدخشان د ترافيکو مدير سمونيار سياووش خفيظي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياد ولايت کې د تېر لمريز کال په اوږدو کې ۲۶ درنې او نسبتاً کوچنۍ ترافيکي پېښې رامنځته شوې چې له امله يې ۲۰ کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

خو نوموړي زياته کړه چې په بدخشان کې ۳۴ ترافيکي پېښې رامنځته شوې چې له امله يې ۳۴ کسان مړه او ۳۵ نور ټپيان شوي دي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښيي.

حفيظي د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې غير معياري سړکونه او پر ترافيکي اصولو او قوانينو د موټر چلوونکو نه پوهاوی، د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه دي.

د بدخشان د ترافيکو ادارې ياد چارواکي وويل، له بده مرغه د بدخشان پر لويو لارو د ترافيکي تاسيساتو او لوحو نه شتون چې له بده مرغه په څو وروستيو کلونو کې د ځينو کسانو له خوا له يادو سړکونو ترافيکي اشارې لرې کړی شوې دي چې دا هم د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او د ترافيکو اداره په دې لټه کې ده چې دغه لوحې او اشارې دې بيا جوړې شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د فيض اباد ښار په واټونو او ياد ولايت سړکونو د موټرو او مسافرو ډېرېدل هم کله کله د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل شوې دي.

د بدخشان د ترافيکو مدير د معلوماتو له مخې، اوسمهال په فيض اباد ښار کې له پنځه تر شپږ زرو پورې موټر شتون لري.

له بلې خوا د فيض اباد ولايتي روغتون د روغتيايي معلوماتو وړاندې کولو سيستم مسوول عبدالمالک رووفي وويل چې تېر کال ياد روغتون ته د ترافيکي پېښو له امله ۳۸۱ ټپيان ور وړل شوي چې ۶۴ ټپيان بستر شوي او ۳۱۷ نور تر درملنې او پانسمان وروسته رخصت شوي، له ۶۴ بستر ناروغانو څخه ۴ کسان مړه شوي او دوو نورو د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي دغه راز وويل چې د روان کال په اوږدو کې په بدخشان کې د ترافيکي پېښو له امله ۵۳۲ ټپيان ور وړل شوي چې ۱۲۹يې بستر شوي او ۴۰۳ نور له درملنې وروسته رخصت شوي چې له ۱۲۹بستر ناروغانو څخه ۱۳کسان مړه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.