کندوزښار(پژواک،٢٠کب٩٦): د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله څلور پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې يوې باوري حکومتي سرچينې د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په رمضاني کلي کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او اووه نور پوليس ټپيان دي.
سرچينې وويل چې د طالبانو بريد په شا تمبول شوى او مرګ ژوبله هم ورته اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
د رمضاني کلي يوه اوسېدونکي الله محمد پژواک ته وويل: (( د شپې يوه نيمه بجه وه چې جګړه شروع شوه، دواړه لوريو د لويو او وړ وسلو ډزې کولې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم.))
الله محمد دا هم وويل چې د همدې بريد له امله پر يوه کور راکټ لګېدلى، خو د تلفاتو په اړه يې تر اوسه معلومات نشته.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
علي اباد د کندوز ښار شمال ته په ٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د دغه ولايت له امنو سيمو څخه شمېرل کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن