فيض اباد(پژواک،۲۱کب۹۶): په بدخشان کې د روغتيا د نړيوال سازمان مسوول، د پوليو واکسين له تطبيق څخه د پنځه زره ماشومانو د پاتې کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
په بدخشان کې د WHOسازمان مسوول، اسدالله نعيمي چې د پوليو واکسين د پسرلني کمپاين د لومړي پړاو د پيل په مراسمو کې يې خبرې کولې وويل چې دغه کمپاين به د بدخشان په ۱۹ولسواليو کې درې ورځې دوام وکړي.
هغه اندېښنه په ډاګه کړه چې له ۲۰۱۶ کال څخه تر اوسه پورې د بدخشان په راغستان او کوهستان ولسواليو په شپږو برخو کې د طالبانو د مخالفتونو له امله ۵۰۰۰ماشومان د پوليو واکسين له طبيق څخه پاتې شوي دي.
نعيمي د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې په ۲۰۱۷ کال کې په وردج ولسوالۍ کې د طالبانو د مخالفت له امله کابو ۶۰۰۰ماشومان د پوليو واکسين له تطبيق څخه پاتې شوي وو چې له نيکه مرغه نن په ياده شوې ولسوالۍ کې د WHOټيم، د بدخشان د عامې روغتيا رياست او ولايت د مقام د هڅو له امله له ۶۰۰۰ډېرو ماشومانو لپاره د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين پيل شو.
نوموړي په ورته وخت کې اندېښنه څرګنده کړه چې د بدخشان په راغستان او کوهستان ولسواليو کې لا هم ستونزې پر خپل ځای دي او له ۲۰۱۶ کال څخه تر اوسه پورې په دغو دوو ولسواليو کې ۵زره ماشومان د پوليو واکسين له تطبيق څخه پاتې شوي دي.
هغه زياته کړه، که څه هم چې تر اوسه په بدخشان کې د پوليو کومه پېښه نه ده لېدل شوې، خو بيا هم له پاکستان څخه خپلو سيمو ته د کډوالو ستنېدل، د پوليو ناروغۍ د خورېدو شونتيا ډېروي.
د WHOسازمان مسوول وايي، هڅه به وکړي چې د ولايت مقام، ديني عالمانو او ځايي سپين ږيرو له لارې، د بدخشان ولايت په راغستان او کوهستان ولسواليو کې مېشت طالبان وهڅوي چې سيمې ته د عامې روغتيا وزارت رياست د رضاکارانو او سيارو ټيمونو ورتګ ته اجازه ورکړي څو د سيمې ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيق کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن