ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت د غزني د قره باغ شخړې په حل کې ناکام دی”

“حکومت د غزني د قره باغ شخړې په حل کې ناکام دی”

author avatar
12 Mar 2018 - 16:40
“حکومت د غزني د قره باغ شخړې په حل کې ناکام دی”
author avatar
12 Mar 2018 - 16:40

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٦): يو شمېر مدني فعالان د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ستونزې په حل کې حکومت ناکام بولي، وايي که دغه ستونزه حل نه شي نو د دولت وسله وال مخالفين به ترې ګټه پورته کړي.

د راپورونو له مخې، د غزني د قره باغ ولسوالۍ د نېخته او شېراباد کليو تر منځ د اوبو پر سر ستونزه وه.

د شېراباد کلي اوسېدونکي وايي چې د نېخته کلي خلکو څو ورځې مخکې د شېراباد سيمې پر يوه کور بريد وکړ چې په پايله کې يې د يادې کورنۍ دوه کسان ووژل شول او او د دوو مېرمنو په ګډون ۳ نور ټپيان شول.

هغوى وايي چې  بريد کوونکو د يادې کورنۍ دوه کسان له ځان سره بيولي دي.

د همدې پېښې په تړاو په غزني کې زرګونو کسانو د شېراباد خلکو په ملاتړ لاريون وکړ او د کابل- کندهار لويه لاره يې پنځه ورځې د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

نن  د بشري حقونو او مدني ټولنو په نوم يوه بنسټ په دې اړه خبرې ناسته لرله.

د دغه بنسټ مشر نعيم نظري وويل چې د يادو کليو تر منځ له يو کال راهيسې د اوبو پر سر ستونزه ده.

هغه ادعا کوي چې د همدې ستونزې له امله د شېراباد کلي خلکو د نېخته کلي ١٢ تنه تښتولي وو چې څلور يې خوشي کړي، دوه يې وژلي او شپږ نور لا هم ورسره يرغمل دي.

د ده په وينا، د شېراباد کلي خلکو په دې وروستيو کې د نېخته کلي ته د څېرمه کليو (سيدولي او تمکي) دوه کسان تښتولي او څلور نور يې وژلي دي.

ياد بنسټ په يوه اعلاميه کې  له ښکېلو غاړو د شخړې د حل غوښتنه کړې او له حکومته يې غوښتي چې ستونزه د افغانستان د قوانينو په رڼا کې حل کړي.

د زابل والي خيال محمد حسيني چې د ولسمشر په امر وړمه ورځ غزني ته تللى، وايي چې ستونزه په پوره ډول نه ده حل شوې خو په دې برخه کې ځيني پرمختګونه شوي دي.

هغه وايي، دوه  قاتلين نيول شوي او د نورو د نيولو هڅې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.