کندهار (پژواک، ۲۱ کب ۹۶): افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو سفير، کندهار ته د سفر پر مهال وويل چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په تېره بيا د سولې پروسه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو سفیر جان بس کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولايت له والي زلمي ویسا او د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کندهار ولايتي شورا رییس سید جان خاکرېزوال او د دغې شورا ځينو غړو وویل چې امریکا او نړیواله ټولنه دې د سولې په پروسه کې د افغان حکومت رښتینی ملاتړ وکړي.
دغه راز خاکرېزوال یادونه وکړه چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې پر خپل وخت رڼې تر سره شي.
ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې راتلونکى کال د چنګاښ په ١٦مه تر سره شي، خو په دې وروستيو کې د ټاکنو کمېسيون ويلي چې کېداى شي دغه ټاکنې تر درېيو مياشتو وځنډېږي.
د امريکا سفير وويل چې هېواد به يې د سولې په برخه کې د افغان حکومت رښتیني ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې راتلونکې ټاکنې پر وخت او رڼې تر سره شي.
د کندهار والي زلمي ویسا د کندهار د برېښنا، د کرنې لپاره د اوبو کمښت، د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو لپاره د ودانیو او د ښار او يو شمېر ولسواليو تر منځ د پخو سړکونو د نشتوالي ستونزې یادې کړې او په دې برخو کې یې د مرستې غوښتنه وکړه.
د امريکا سفیر، د کندهار والي ته ډاډ ورکړ چې هېواد به يې په کندهار کې هم په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
سفير د کندهار ولایتي ادارې لاسته راوړنې وستایلې او له افغانستان سره يې د امريکا د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن