کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٦): اندونيزيا وايي چې د افغان طالبانو له مخالفت سره سره به د علماوو درې اړخيزه کنفرانس جوړ شي.
ټاکل شوې وه چې راتلونکې اوونۍ د اندونيزيا، افغانستان او پاکستان د علماوو ګډ کنفرانس جوړ شي، خو تر اوسه یې رسمي اعلان نه دى شوى.
وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له دغه کنفرانس سره مخالفت کړى او د اسلامي نړۍ له علماوو يې غوښتي وو چې په دې کې ګډون ونه کړي.
خو د اندونيزيا علماء وايي چې د طالبانو له مخالفت سره سره به د روانې مياشتې په وروستيو کې دا درې اړخيزه کنفرانس په جاکارتا کې جوړ شي.
د اندونيزيا د علماوو شورا (اېم يو اى) چې د حکومت له خوا د دغه کنفرانس د جوړولو او تنظيم چارې ورسپارل شوي ويلي، دغه کانفرانس ددې لپاره جوړېږي چې د افغانستان او پاکستان علماوو ته لکچرونه ورکړل شي او يا يې ونازوي.
د اندونيزيا د علماوو شورا د نړيوالو اړيکو رييس محي الدين جنيدي عرب نيوز سره په يوه مرکه کې ويلي، کېداى شي طالبانو ته د دغه کنفرانس په اړه سم معلومات نه وي ورکړل شوي او يا ناسم معلومات يې ترلاسه کړي وي.
هغه زياته کړې: ((موږ غواړو چې د افغانستان او پاکستان له علماوو واورو او د شخړو په هواري کې خپلې تجربې ورسره شريکې کړو.))
نوموړي دغه راز ويلي، غواړي چې د کومې فتوا تر وړاندې کولو مخکې خپلې لارې چارې همغږې کړي.
د اندونيزيا د علماوو شورا ويلي چې له هرو درېيو هېوادونو به ١٥، ١٥ تنه علماء په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.
سرچينې ويلي، ټاکل شوې وه چې دغه کنفرانس د مارچ په ١٥ او ١٦ مه ترسره شوى واى، خو د څو ورځو لپاره ځنډول شوى دى.
جنيدي وايي، لکه څرنګه چې دغه کنفرانس د سولې لپاره جوړېږي؛ نو هيله مند دي چې د طالبانو استازي هم په کې ګډون وکړي.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت د مرکزي او سوېلي اسيا د څانګې مسوول فيردي پاي عرب نيوز ته ويلي، چې دوى هم د طالبانو له خبرپاڼې خبر شوي او اوس لپاره يې ارزوي.
خو هغه زياته کړې چې د علماوو کنفرانس لپاره يې چمتووالى روان دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن