ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بختور: دولتي ځواکونو د فراه د انار درې ولسوالۍ مرکز بېرته نيولى

بختور: دولتي ځواکونو د فراه د انار درې ولسوالۍ مرکز بېرته نيولى

author avatar
12 Mar 2018 - 18:11
بختور: دولتي ځواکونو د فراه د انار درې ولسوالۍ مرکز بېرته نيولى
author avatar
12 Mar 2018 - 18:11

فراه(پژواک، ٢١ کب ٩٦): د دولتي ځواکونو له لوري د فراه د انار درې ولسوالۍ د مرکز له بېرته نيولو داسې مهال راپور ورکول کېږي چې د دفاع وزارت په خبره، په فراه او نيمروز کې  يې ٦٣ وسله وال مخالفين وژلي او د ملي اردو ٢٧ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ مرکز تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغى او نن له غرمې وړاندې د ملي اردو او طالبانو تر منځ د ولسوالۍ مقام په شاوخوا دوه کيلومترۍ کې سخته نښته روانه وه.

د فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور وويل چې دولتي ځواکونه نن له غرمې وړاندې شاوخوا ١٠:٠٠ بجې وتوانېدل چې د انار درې ولسوالۍ مرکز بېرته تر ولکې لاندې راولي.

خو هغه څرګنده کړه چې لا هم  په دهنه بالا سيمه کې د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

بختور زياته کړه چې تازه دمي ځواکونه هم انار درې ته رسېدلي دي.

نوموړي د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې د دولت وسله وال مخالفين ددې ولسوالۍ په څو برخو کې د کومانډو ځواکونو له لوري کلابند شوي، خو کلابندو طالبانو ځايي سپين ږيري برمته کړي او له ځان سره يې ساتي.

هغه زياته کړه چې د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې ولسوالۍ يې نيولې او په نښته کې ١٥ دولتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، طالبانو له دولتي ځواکونو څخه دري ټانکونه او يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيولي دي.

خو د ملی دفاع  وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې په فراه او نيمروز کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو جګړه کې ٦٣ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او د درېيو وسله والو مخالفينو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

خو هغه ويلي چې په دې نښتو کې  د ملي اردو ٢٢ سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه دفعه شوي او د ملي اردو ځواکونو ملاتړ ته نوي سرتېري استول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.