د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"حکومت د غزني د قره باغ شخړې په حل کې ناکام دی"

"حکومت د غزني د قره باغ شخړې په حل کې ناکام دی"

Mar 12, 2018 - 16:40

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٦): يو شمېر مدني فعالان د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ستونزې په حل کې حکومت ناکام بولي، وايي که دغه ستونزه حل نه شي نو د دولت وسله وال مخالفين به ترې ګټه پورته کړي.

د راپورونو له مخې، د غزني د قره باغ ولسوالۍ د نېخته او شېراباد کليو تر منځ د اوبو پر سر ستونزه وه.

د شېراباد کلي اوسېدونکي وايي چې د نېخته کلي خلکو څو ورځې مخکې د شېراباد سيمې پر يوه کور بريد وکړ چې په پايله کې يې د يادې کورنۍ دوه کسان ووژل شول او او د دوو مېرمنو په ګډون ۳ نور ټپيان شول.

هغوى وايي چې  بريد کوونکو د يادې کورنۍ دوه کسان له ځان سره بيولي دي.

د همدې پېښې په تړاو په غزني کې زرګونو کسانو د شېراباد خلکو په ملاتړ لاريون وکړ او د کابل- کندهار لويه لاره يې پنځه ورځې د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

نن  د بشري حقونو او مدني ټولنو په نوم يوه بنسټ په دې اړه خبرې ناسته لرله.

د دغه بنسټ مشر نعيم نظري وويل چې د يادو کليو تر منځ له يو کال راهيسې د اوبو پر سر ستونزه ده.

هغه ادعا کوي چې د همدې ستونزې له امله د شېراباد کلي خلکو د نېخته کلي ١٢ تنه تښتولي وو چې څلور يې خوشي کړي، دوه يې وژلي او شپږ نور لا هم ورسره يرغمل دي.

د ده په وينا، د شېراباد کلي خلکو په دې وروستيو کې د نېخته کلي ته د څېرمه کليو (سيدولي او تمکي) دوه کسان تښتولي او څلور نور يې وژلي دي.

ياد بنسټ په يوه اعلاميه کې  له ښکېلو غاړو د شخړې د حل غوښتنه کړې او له حکومته يې غوښتي چې ستونزه د افغانستان د قوانينو په رڼا کې حل کړي.

د زابل والي خيال محمد حسيني چې د ولسمشر په امر وړمه ورځ غزني ته تللى، وايي چې ستونزه په پوره ډول نه ده حل شوې خو په دې برخه کې ځيني پرمختګونه شوي دي.

هغه وايي، دوه  قاتلين نيول شوي او د نورو د نيولو هڅې روانې دي.

خو د غزني د والي وياند عارف نوري د نعيم نظري د هغو څرګندونو په اړه چې د شېراباد کلي خلکو د نېخته ١٢ تنه تښتولي او بيا يې ځيني وژلي، ځينې يې خوشي کړي او ځيني ورسره يرغمل دي، وويل چې دغه ١٢ تنه طالبانو تښتولي دي.

دى وايي چې طالبانو څلور تنه خوشي کړي، دوه ترې تښتېدلي او شپږ ورسره پاتې دي.

د سيدولي د کلي دوه کسان په دې وروستيو کې وژل شوي خو معلومه نه ده چې چا وژلي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan