کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٦): د ولسي جرګې د دويم مرستيال او منشي څوکۍ ته ولاړ نوماندان د ټاکنو په درېيم پړاو کې هم بريالي نه شول او ټاکل شوې چې سبا به يادو څوکيو ته د مخکښو نوماندانو تر منځ تازه ټاکنې وشي.
د ملي شورا د دواړو جرګو مشران د يوې تقنيني دورې لپاره ټاکل کېږي، خو د دواړو جرګو د اداري پلاوي نور غړي د دې شورا د کلنۍ ناستې په پيل کې ټاکل کېږي.
د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم کال لومړۍ ناسته له ٤٥ ورځې ژمنۍ رخصتۍ وروسته د کب په ١٦مه نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي د تېر پړاو ټاکنو کې همايون همايون د لومړي مرستيال او عرفان الله عرفان د مرستيال منشي په توګه وټاکل شول، خو د دويم مرستيال او منشي څوکيو ټاکنې درېيم پړاو ته ولاړې.
د ټاکنو د درېيم پړاو لپاره امير خان يار، دلاور ايماق، نعمت الله غفاري او اکبر ستانکزي د دويم مرستيال څوکۍ او صالح محمد سلجوقي، نواب منګل او هيلۍ ارشاد د منشي څوکۍ لپاره ځانونه نومولي دي.
خو اميرخان يار د ٨٦ تاييدي رايو، نعمت الله غفاري د ٦٠ تاييدي رايو، ايماق د ٢١ تاييدي رايو او ستانکزى د ١٤ تاييدي رايو په اخيستلو سره د دويم مرستيال څوکۍ ته لار ونه مونده.
د جرګې په نننۍ ناسته کې ٢٠٦ غړي حاضر وو او هر نوماند بايد د برياليتوب لپاره ١٠٤ رايې ترلاسه کړې واى.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، ټاکل شوې چې سبا به د دوو مخکښو نوماندانو (اميرخان يار او نعمت الله غفاري) تر منځ ټاکنې وشي.
په نننيو ټاکنو کې سلجوقي د ٨٣ تاييدي رايو، منګل د ٣٦ تاييدي رايو او ارشاد د ٥٤ تاييدي رايو په اخيستلو سره ونه توانېدل چې د منشي څوکۍ ته لار ومومي.
د جرګې مشر زياته کړه چې ټاکل شوې سبا ته به د دوو مخکښو نوماندانو (سلجوقي او هيلۍ ارشاد) تر منځ له سره ټاکنې وشي.
د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ټاکنې د کب په شپاړسمه نېټه ترسره شوې چې له مخې يې علم ايزديار د لومړي مرستيال، اصف صديقي د دويم مرستيال، طيب عطا د منشي او محمد فيصل سيمع د مرستيال منشي په توګه ټاکل شوي او د دې تر څنګ د جرګې د کمېسيونونو مشران هم ټاکلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن